1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اووه صنعتي هیوادونه پر روسیې بندیزونه لگوي

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۶, شنبه

د اوکراين په کړکيچ کي د خپل چلند له امله ښايي روسيه د لويديځ له نورو بنديزونو سره مخامخه شي. په عين وخت کي لويديځ ماسکو باندي غږ کړی دی چي په دې کړکيچ کې د رښتينو خبرو اترو له پاره ځان چمتو کړي.

https://p.dw.com/p/1Bopg
انځور: Jerry Lampen - Pool/Getty Images

د اوکراين کړکيچ وار په وار پراخيږي. اووه صنعتي هيوادونه غواړي چي ژر تر ژره د روسيې پر خلاف نوي بنديزونه ولگوي. د نوموړو هيوادونو په يوې خپري شوي اعلاميه کې راغلي دي: «موږ دې موافقي ته ورسيدو چي ژر تر ژره اقدام وکړو او د روسيي پر ضد نوي بنديزونه ولگوو.» له واشنگتن څخه رسیدلي رپوټونه وايي چي ښايي د همدې دوشنبې پر ورځ د روسيې پر ضد نوي بنديزونه اعلان شي.

اروپايي ټولنه هم چمتو ده

د اوو صنعتي هیوادونو چي د G7 په نامه هم ياديږي غړي امريکا متحده ايالات، کانادا، فرانسه، بريتانيا، ايټاليا او آلمان غواړي چې د اروپايي ټولنې له غړو هيوادونو سره په گډه د روسيي پر ضد په نويو بنديزونو کي گډون وکړي. تر اوسه پورې لويديځو هيوادونو پر یو شمیر روسي او اوکرايني وگړو باندې د ويزو بنديزونه لگولي دي. په دغو کسانو کې د روسي ولسمشر ولادمير پوتين، اعتمادي وگړي هم شامل دي.

د G7 په اعلاميه کې راغلي دي، د دغو نويو بنديزونو وجه دا ده چي روسيه د اوکراين د کړکيچ په حل کې رښتيوالی نه لري او د ژنيو د سولي د موافقې د تطبيق له پاره يې مشخص گامونه نه دي پورته کړي. په اعلاميه وړاندې راغلي دي: «د لانجې د حل پر ځاي ماسکو پر يو لړ د انديښنې وړ بيانونو او پر ويروونکو پوځي تمریناتو لاس پورې کړی دی.» د G7 په اعلاميه کې د اوکراين د حکومت ستاينه شوې چې د روسيي پلوو فعاليونو پر وړاندې یې له ځغم څخ کار اخلی دی.

خو د G7 په اعلاميه کې روښانه شوې نه ده چي د روسيې پر ضد به څه ډول نوي بنديزونه ولگول شي. هغوی په خپلې اعلاميه کې څرگنده کړې ده چې کيدای شي نوي بنديزونه د روسيې ټول اقتصادي سکتور ته متمرکز شي. په عین حال کې پر دې خبرې باندې هم ټینگار شوی دی چي د کړکيچ د حل له پاره د ماسکو پر مخ د ديپلوماسي دروازه لا تر اوسه پرانيستې ده.

د آلمان صدارعظمې انگلا میرکل د پولند د صدارعظم دونالد توسک سره په برلين کي د يوې ليدنې کتنې په ترڅ کې د اوکراين د کړکيچ په هکله هم خبرې کړې دي. له ليدني کتني څخه وروسته میرکل يو ځل بيا پر ماسکو باندې غږ وکړ چې د کړکيچ په حل کې مرسته وکړي: «روسيه د دې امکانات لري چي جلا غوښټونکي قانع کړي ترڅو د اوکراين د اساسي قانون د اصلاحاتو په بحث کې رغوونکی نقش ولري. خو تر اوسه پورې له بده مرغه داسې يوه نښه نښانه نه ليدل کيږي.»

آلمان: د اوکراین کړکیچ باید ختم شي

دغه راز د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير، هم له خپل روسي سیال سرگي لاروف، سره تيلفوني خبرې وکړې او د اوکراين د کړکيچ په هکله ېې «خپله ژوره انديښنه» څرگنده کړه. هغه وویل: «نور زياتې بايد ټول اړخونه له پوهې او تعقل څخه کار واخلي. زه يو ځل بيا د اوکراين له ټولو اړخونو او هغه نورو چې له بهر څخه د دغه کړکيچ په ملاتړ کې لاس لري غوښتنه کوم چې د ژنيو د موافقو تطبيق ته مخ واړوي.»

شتاين ماير په پاریس کي د يوي ليدنې کتنې په ترڅ کې يادونه وکړه چې «نور بايد اجازه ور نه کړل شي چي په دې کړکيچ کې وينې توی شي».

امريکا متحده ايالاتو پر خپلو اروپايي متحدينو باندې غږ کړی دی چې د اوکراين په کړکيچ کې غوڅ او پريکړن عمل وکړي. ولسمشر اوباما جنوبي کوریا ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل: «مهمه خبره دا ده چې داسي يو بنسټ کيښودل شي چې که چيرې روسيه دغه کړکيچ نور هم شديد کړي یا احتمالا په اوکراین کې پوځي مداخله وکړي موږ بايد د نويو سختو بنديزونو لگولو له پاره چمتو اوسوو.»

د متحده ايالاتو د حکومت يو استازي وويل چي اوس د G7 غړي هيوادونه خپله باید پریکړه وکړي چې د روسيې پر ضد څه ډول بنيدزونه لگوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب