1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولي هوينيس زندان ته ځي

عبدالباري حکيم/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۳, جمعه

د آلمان د فوتبال د مشهور کلب بايرن مونش رئيس، د محکمي د دري کلونو شپږ مياشتو د زندان حکم ومانه او په نوموړي کلب کي له رياست او ټولو نورو دندو څخه يې استعفا وکړه. هيونيس په مالياتو کي د درغليو په وجه مجرم وگنل شوو.

https://p.dw.com/p/1BPyQ
انځور: Reuters

څو اوني وروسته به د آلمان د فوتبال پياوړي منيجر او د بايرن مونش د کلب رئيس، اولي هوينيس زندان ته ولاړ شي. هغه د مونشن د دوهمي ايالتي محکمي فيصله چي د سه شنبه په ورځ يي د نوړي په هکله صادره کړي وه ومنله او له دي څخه ډ ډه وکړه چي په فيدارلي محکمه کي د مرافعې غوښتنه وکړي.

زما د ژوند خطا

په خپلو مالياتو کي د درغليو په تور مجرم گنل شوی د بايرن مونش د فوتبال د پياوړي کلب رئيس هوينيس څرکنده کړه چي هغه نه غواړي د محکمي د فيصلي په وړاندي اعتراض وکړي. هوينيس په يوه خپري شوي څرگندوني کي وويل: «ما خپلو وکيلانو ته وويل چي د مرافعي غوښتنه ونه کړي.»

هغه زياته کړه. «کومه فيصله چي شوي ده د هغه له شخصي عمل او مسئوليت سره مناسبه ده.» په دغي خپري شوي څرگندوني کي د هوينس له وينا ليکل شوي دي: « ما له خپلي کورني سره په دي هکله خبري وکړي او دي نتيجي ته ورسيدم چي زندان قبول کړم. د مالياتو پټول زما د ژوند غلطي ده. د دغي غطي مسووليت زما په غاړه دي.»

په عين وخت کي هوينيس د بايرن مونشن له رياست او د المان په دغه کلب کي له ټولو نورو دندو څخه سمدلاسه عملا لاس واخيست. پ د هغه په څرگندونو کي په دي هکله راغلي دي: «له دي سره زه غواړم چي خپل کلب ته د تاوان اوښتو مخه ونيسم. بايرن مونشن زما د ژوند اثر دي او دا اثر به تل پاتي وي. تر هغه پوري چي زه ژوندي يم، له دغه ستر او پياوړي کلب سره به په بل ډول تړلي پاتي شم. له خپلو ملگرو او بايرن مونشن له پلويانو څخه د ملاتړ لپاره د زده له کومي مننه کوم.»

پر خپل ځان باندي عرض بسيا ونه کړه

هوينيس د تير کال په جنورۍ مياشت کي د خپل ايالت د مالياتو ادارې ته په خپله اعتراف وکړ چي هغه په سويس کي د خپلو پيسو د يوې برخي ماليات پټ ساتلي دي او چمتو دي چي دغه ماليه اوس بيرته ورکړي. معمولاً په آلمان کې که چيري يو شخص د خپلو مالياتو په برخه کي دغسي يو اعتراف وکړي چي له حقوقي لحاظه ورته «پر خپل ځان باندي عرض» هم وايي، نو له جرمي تعقيب څخه ښايي ژرغول شوي پاته شي.

خو د بايرن مونش فوټبال کلب د نوموړي رئيس له دې اعتراف سره سره، څارنوالۍ پر هغه باندي عرض وکړ او هغه يې تر قانوني څارني لاندي ونيو. په هغه وخت کي څارنوالۍ د هغه د نيولو غوښتنه هم کړې وه، خو د روان ميلادي کال په پيل کي محکمې د پنځو ميليونو يورو نقدي ضمانت په اساس د هغه له نيولو څخه ډډه وکړه.

نيمه آزادي او نيمه زندان

البته هوينيس سره په ژوند کي بخت يو څه ياري کړي ده، نه يواځي په فوتبال کي.د ژوند په تيرو کلونو کي هغه د يوې الوتکۍ د نسکوريدو له پيښي څخه ژوندي ووت. په ۱۹۸۲ کال کی د يوې کوچنې شخصي الوتکۍ د نسکوريدو سره، هوینيس يواځنی ژوندی پاتې شوی مسافر ؤ. هغه له دغې پيښې څخه وروسته وويل چي کيداي شي «هرڅه په پيسو واخيستل شي، خو ژوند او روغتيا په پيسو» سړي اخيستلای نه شي. هغه وویل چی دی بختور ؤ چي له دغې پيښې څخه ژوند پاتي شوو. په مالياتو کي د درغليو له امله به هغه زندان ته ځي. خو په دی برخه کي هم هوینیس يو څه بختور دی. د قانون له مخي هغه به د خپل بشپړ قيد يواځې ۲۱ مياشتې په زندان کي تيروي، او هغه هم احتمالا يواځې د شپي له خوا. د آلمان د جزا د قانون له مخې، کله چي د جزا د کمولو لپاره قانع کونکي دلايل موجود وي، مجرم د خپل قيد نيمايي موده په زندان کي تيروي. دا چي په دې موده کي له زندان څخه بهر په آزادي کي به هوینیس د کار کولو اجازه لري که نه، په دې هکله ښايي د زندان رئيس خپله تصميم ونيسي.