1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند: په مالي کي پرمختگ سوی دئ

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

د فرانسې ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افریقایي ځواکونه به د مالي په شمالي برخو کې د ترهګرو پر ضد جګړه پر مخ بوځي. فرانسوي او افریقایي ځواکونو په مالي کې په وروستیو ورځو کې له ترهګرو څخه یو شمیر سیمې بیرته نیولې دي.

https://p.dw.com/p/17TJ3
انځور: Reuters

د فرانسي ولسمشر فرانسوا اولاند، ویلي دي چې فرانسوي او افریقايي ځواکونه په مالي کې د ياغيانو پر ضد جګړه کې بریا تر لاسه کوي. هغه دا خبرې د یاغیانو له کنترول څخه د تمبکتو ښار تر آزادولو وروسته کړي دي. اولاند د دوشنبې په ورځ په پاریس کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ په دغه جګړه کې د بریا ترلاسه کولو په حال کې یو.»

په داسې حال کې چې د مالي په شمال کې میشت یاغیان د پر شا تګ په حال کې دي، د فرانسې ولسمشر یو ځل بیا پر دې خبره باندې ټینګار وکړ چې د جګړې په وروستي پړاو کې به افریقايي ځواکونه د عملیاتو مشري پر غاړه واخلي. هغه وویل: «لکه څرنګه چې ما تر دې مخکې هم ویلي دي، دا به افریقایان وي چې پر دې خبره به ځان ډاډه کوي چې د مالي ارضي تمامیت بیرته ترلاسه شي.» اولاند زیاته کړه: «هغوی [افریقايي ځواکونه] به د مالي شمالي برخو ته ولاړ شي. موږ ټول په دې خبره باندي پوهیږو چې په دې سیمه کې تر ټولو ډیر یاغیان ځای پر ځای شوي دي.»

پرته له مقاومته د ښار نیول

کله چې فرانسوي او افریقايي ځواکونه د تمبکتو ښار ته دننه شول، نو د هغوی پر وړاندې کوم مقاومت و نه شو. د هغوی د استقبال له پاره یو شمیر ښاریان سړکونو ته راوتلي ول چې په لاسونو کې یې د مالي هيواد او فرانسې بیرغونه ول او د «مالي، مالي، مالي» نارې وهلې.

دغه ښار د دوشنبې په ورځ د افرایقايي او فرانسوي ځواکونو له خوا محاصره شوی وو. ویل کیږي چې هغوی دا ښار پرته له کومې نښتې تر خپل کنترول لاندې راوستی وو.

اسلامپاله افراطیان اوس هم په شمالي ښار «کایدل» کې پوره کنترول لري. ویل کیږي چې دغه سیمه ډیر پېچلی جوړښت لري او یاغیانو د ځانونو له پاره په دښتو کې د تېښتي لارې جوړي کړي دي.

په مالي کې د فرانسوي ځواکونو عملیات ۱۹ ورځې پخوا پیل شول. د تیمبکتو ښاروال چې اوس د مالي په پلازمینه بماکو کې دی ویلي دي چې یاغیانو د ښار تر پرېښودو مخکې د هغه دفتر او یوه تاریخي کتابتون ته اور اچولی دی.

واشنګټن او لندن د خپلو امکاناتو په اړه فکر کوي

رسنیو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې امریکايي ځواکونه کیدای شي په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو یوه اډه جوړه کړي، له کوم ځایه چې هغوی په سیمه کې پر یاغیانو باندې بریدونه کوي. دغه خبر د لومړي ځل له پاره د دوشنبې په ورځ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ورکړ. تر دې وروسته بیا د فرانسې خبري آژانس وویل چې دغه اډه کیدای شي د مالي په ګاونډي هیواد «نایجر» کې جوړه شي.

رسنیو همداراز خبر ورکړی دی چې انګلستان هم د مالي په موضوع کې له فرانسې سره مرسته کول غواړي. رسنیو ویلي دي چې انګلستان کولای شيٍ چې په ډیري اسانۍ سره ۲۰۰ سرتیري مالي ته واستوي چې له فرانسوي ځواکونو سره مرسته وکړي. خو د انګلستان دولتي سرچینو دغه خبر رد کړی دی او ویلي دي چې انګلیسي ځواکونه به یوازې د مالي هيواد د پوځ د روزنې له پاره دې هیواد ته ولاړ شي.