1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند غواړي د ترهگرۍ ضد اتحاد جوړ کاندي

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۴ آذر ۲, دوشنبه

په پاریس کې تر بريدونو وروسته فرانسې هوډ کړی چې د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد جگړه کې مخکښ و اوسي. اولاند اوس د نړۍ له ځينو مشرانو سره خبري کوي.

https://p.dw.com/p/1HAbo
انځور: Getty Images/AFP/S. de Sakutin

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند غواړي چې د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» پر ضد چې په مسلمانو هیوادونو کې په «داعش» هم مشهور ده او په پاریس کې ئې د تیري اونۍ د بریدونو مسئوليت منل دی، يو پراخ ائتلاف جوړ کړي. په پاريس کي د دغي ترهگري ډلي په يرغلونو کي ۱۳۰انسانان ووژل شول. اولاند غواړي واشنگتن او مسکو سفرونه او له نورو نړۍ والو مخکښو مشرانو سره د پاریس د ایلیزه په ماڼې کې لیدنه کتنه وکاندي.

د بریتانیا صدراعظم، دیدوید کمرون حتی د دوشنبې ورځي په سها (۲۰۱۵م کال د نوامبر۲۳مه) له اولاند سره په پاریس کې ولیدل. هغه به همدا اونۍ د داعش پر ضد مبارزې له پاره یو پلان وړاندي کي.

تر دغي لیدني کتني دمخه کامرون غواړي د تروریزم ضد جگړه کې دوه گړندي ځواکونه جوړ کړي چې په هر یوه کې به ۵۰۰۰ عسکر گډون ولري او تر ۲۰۲۵م کال پوري به په ټوله نړۍ کې د عملیاتو له پاره چمتو کړای شي. بي بي سي د نوموړي پلان په اړه رپوټ ورکړی دی چې په پام کې ده نن يې صدراعظم کمرون «دفاعي او امینتی ستراتیژۍ ته نوې کتنه» په نوم وړاندي کاندي.

اوباما د داعش ضد ستراتیژۍ په خاطر تر نیوکو لاندي

د اروپايي ټولني د تړونو له مخې فرانسې تیره اونۍ له خپلو اروپايي متحدانو څخه د ترهگرۍ پر ضد جگړې له پاره د ملاتړ غوښتنه وکړه. سبا سه شنبه اولاند واشنگتن ته ځي، چې له ولسمشر بارک اوباما سره وگوري. اوباما د داعش پر ضد د خپلي اوسنۍ ستراتیژۍ په وجه د خپل هیواد په دننه کې تر سختو نیوکو لاندي دی.

په پاریس کې تر حملو وروسته د جمهوري غوښتونکو سناتور جان میکن د اوباما «ناکام بهرنی سیاست» او د هغه د مشرتوب پر کمزورښت نیوکي کړي دي. له خپل گوندي ملگري، لیندسي گراهام سره چې د جمهوري غوښتونکو په کتار کې د جمهوري ریاست له پاره د دواطلبانو په جمله کې دی، په گډه میکن د داعش پر ضد د امریکايي پیاده سرتیرو د عملیاتو غوښتنه کوي.

جمهوري ریاست ته بل داوطلب، «جیب بوش» هم دغسې یو فکر لري. بوش ویلي دي: «موږ باید په هوايي او ځمکني عملیاتو کې خپلې هڅې پیاوړي کړو.»

د اوباما له پاره د پیاده سرتیرو سترو عملیاتو پيلول د حل لاره نه ده، نه یواز په دې وجه چې هغه نه غواړي په عراق کې د خپل خلف جارج دبلیو بوش ناکامه تجربه تکرار کړي، بلکي هغه غواړي د داعش پرضد تر دې وروسته هم ډير زیات پر هوايي ببماریو تکیه وکاندي. هغه کار چې همدا اوس يې روسیه هم کوي. د فرانسې ولسمشر اولاند د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې له ولسشمر ولادمیر پوتین سره ویني.

تهران ته د پوتین سفر

بیا به پوتین تهران ته د خپل نني (دوشنبه د نوامبر ۲۳) سفر په هکله هم، چې د ایران له مذهبي مشر ایت الله خامنه یې سره هم گوري، اولاند ته معلومات ورکړي. تر ۲۰۰۷م کال وروسته دا لومړی وار دی چې پوتین له ایراني مشرانو سره په تهران کي لیدنه کتنه کوي.

په دې کتنه کې به هغه په سوریه کې د داعش د جگړې په هکله خبري وکړي. د راتلوکې یکشنبې په ورځ به د فرانسې ولسمشر، په پاریس کې د چین له ولسشمر، «شي جینگ پینگ» ته هرکلی ووايي.

د فرانسې الوتکي لیږدونکې بیړۍ عملیاتو ته تیاره ده

په دې مینځ کې د فرانسې الوتکه لیږدونکې بېړۍ «چارلز دیگول» د مدیترانې ختیځ ته رسېدلې ده. د فرانسې د دفاع وزیر،«جین- یویس لې درین» د «اروپا ۱» راډویو ته وویل چې دغه بیړۍ به سر له نن (دوشنبې) د عملیاتو له پاره چمتو وي.

د فرانسې الوتکه لیږدونکې بېړۍ «چارلز دیگول»
د فرانسې الوتکه لیږدونکې بېړۍ «چارلز دیگول»انځور: AFP/Getty Images/P. Baz

د فرانسې ولسشمر، اولاند تیره اونۍ څرگنده کړه چې مدیترانې ته د دغه هیواد د سمندري ځواک، یوازنۍ الوتکي لیږدونکې بیړۍ په استولو سره به د داعش پرضد بریدونه درې واري پیاوړي کړای شي.

په دې سره به په سیمه کې فرانسه په راتلونکې کې ۳۸ جنگي الوتکي ولري چې ۱۲ یې د عربو په متحده اماراتو او اردون کې مستقري دي. د نوامبر پر ۱۳ نېټه په پاریس کې تر ترهگریزو بریدونو وروسته فرانسې د داعش پر ضد هوايي بریدونو ته زور ورکړی دی.