1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند: د ناټو له غړو سره خپل وتل همغږی کوو

۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعه

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د جمعې په ورځ کابل ته ورسید چې له خپل افغان سیال ولسمشر کرزي سره وویني او همداراز خپلو سرتیرو ته دا خبره روښانه کړي چې ولي ئې له افغانستانه دوه کاله مخکې راباسي.

https://p.dw.com/p/152B4
انځور: Reuters

دا افغانستان ته د و اولاند لومړی سفر دئ. هغه په روانې میاشتې کې فرانسې د ولسمشر په توگه وټاکل شو. له اولاند سره د افغانستان په سفر کې د هغه د دفاع او بهرنیو چارو وزیران او همداراز د فرانسې لوی درستیز هم ملگري دي.

د فرانسې ولسمشر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی دئ.
د فرانسې ولسمشر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی دئ.انځور: Reuters

د کاپیسا په ولایت کې د فرانسوي ځواکونو له یوې اډې څخه د لیدنې پر مهال ولسمشر اولاند ویلي دي چې له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو وتل به د ناټو له نورو غړو سره په همغږۍ کې تر سره شي. هغه په دې هکله په خاصه توگه له متحده ایالاتو څخه یادونه کړې ده:

«دا زموږ یو کورنۍ پریکړه ده. یوازې فرانسه کولای شي پریکړه وکړي چې دا هیواد څه کوي. دغه پریکړه به زموږ له ملگرو سره په ښه تفاهم کې پلې شي. په خاصه توگه له ولسمشر اوباما سره. هغه د دې کار په لاملونو پوهیږي. موږ به دا پریکړه له افغان چارواکو سره په تفاهم کې پلي کړو.»

ولسمشر اولاند د افغانستان په وخت شاوخوا ۸:۳۰ کابل ته ورسید. کابل ته د هغه سفر له پخوا نه وو اعلان شوی او اټکل کیږي چې دا سفر به یوازې څو ساعته دوام وکړي.

ویل کیږي چې د فرانسې ولسمشر به له کرزي سره خبرې اترې وکړي او تر هغه وروسته به په یوه خبري کنفرانس کې گډون وکړي. همدا راز ویل شوي دي چې اولاند به په افغانستان کې میشتو فرانسوي سرتیرو ته دا خبره هم تشریح کړي چې ولي غواړي هغوی د ناټو د نورو غړو په پرتله دوه کله مخکې له افغانستان څخه راوباسي.

د فرانسې ولسمشر به په افغانستان کې خپلو سرتیرو دا خبره روښانه کړي چې ولي باید له افغانستان څخه وختي ووځي.
د فرانسې ولسمشر به په افغانستان کې خپلو سرتیرو دا خبره روښانه کړي چې ولي باید له افغانستان څخه وختي ووځي.انځور: Reuters

اوس مهال فرانسه په افغانستان کې شاوخوا ۳۵۵۰ سرتیري لري. له ۲۰۰۱ کال راهیسي فرانسې په افغانستان خپل ۸۳ سرتیري له لاسه ورکړي دي.

دا چې فرانسوي ځواکونه به په کومې نیټې له افغانستان څخه ووځي ښایي په راتلونکو څو وروځو کې روښانه شي. که څه هم د ناټو غړو په شیکاگو کې پریکړه وکړه چې په ۲۰۱۴ کال کې به له افغانستان څخه خپل ټول سرتیری راوباسي خو فرانسه وایي چې دا کار به دوه کاله مخکې تر سره کړي.

فرانسې منلې ده چې تر ۲۰۱۲ کال وروسته به هم به افغانستان کې یو څه پوځیان ولري چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او د هغوی د تجهیز دنده به پر غاړه ولري. په کاپیسا کې د فرانسې ولسمشر ویلي دي: «فرانسه به له افغانستان سره خپلې اړیکې وساتي. موږ به خپلو انکشافي پروژو ته دوام ورکړو... افغانان پخپله باید خپله راتلونکې وټاکي.»

په ناټو کې د فرانسې د دې پریکړې په اړه په روښانه توگه ډیرې نیوکې نه کیږي. خو کارپوهان د ناټو له خوا له افغانستان څخه د وتلو له پاره د یوې نیټې د ټاکلو په اړه اندیښنه ښیي او شک لري چې افغان ځواکونه دې وتوانیږي چې په یوازیتوب د افغانستان امنیت ټینگ کړي.

پاکستاني ژونالیست احمد رشید، د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کې لیکلي دي: «دا واضیح خبره ده چې د ناټو ټول غړي غواړي له افغانستان څخه ووځي خو که تر وتلو وروسته د افغانستان سیاسي او پوځي شرایط خراب شي نو د هغوی د حل له پاره یو دویم پلان وجود نه لري.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم