1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند د لوړ پوړو چارواکو په معاشونو کې کموالی راوستی دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه
https://p.dw.com/p/14xId

د فرانسې نوي ټاکل شوي کیڼ اړخه سوسیالستي ولسمشر، فرانسوا اولاند د دغه هیواد د پورونو د راکمولو په پروگرام پیل کړی دئ تر څو په عامه خدماتو کې ښه والی رامنځ ته کړای شي. اولاند خپلې نوې ۳۴ کسیزې کابینې ته اخلاقي لایحه عمل وړاندې کړ، چې په هغې کې ئې خپلو وزیرانو ته د ترانسپورت د مصارفو کې د کموالي، د بامعاشه رخصتیو او د گران بیه تحایفو د وړاندې کولو څخه د ډډې کولو امر شوی دئ. اولاند په تیرو ۱۷ کلونو کې لومړنی سوسیالستي ولسمشر دئ.هغه د وزیرانو په معاشونو کې د کموالي سربیره خپل معاش هم ۳۰ سلنه راټیټ کړی دئ.