1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند: بشارالاسد دي له خپلي چوکۍ څخه ليري سي

۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبه
https://p.dw.com/p/156qW

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د سوريې پر ولسمشر بشارالاسد ږغ کړی دئ چي د واک څخه ليري سي. اولاند د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ليدلو وروسته وويل چي د اسد د استعفی څخه پرته د سوريې د کړکېچ هواری ناممکنه دئ.

خو د روسيې ولسمشر د لوېديځ لخوا د اسد څخه د استعفی د غوښتنو او د بنديزونو د زیاتولو اغېز او گټي تر پوښتنې لاندي راوستې دي. پوتين زياته کړې ده چي په عراق او لیبيا کي د لوېديځ مداخلې گټوري نه وې او دا چي لوېديځ لږ تر لږه په سوريه کي بايد د اعتدال څخه کار واخلي.

پوتين د دریم ځل له پاره د ولسمشر په توگه تر ټاکل کیدو وروسته په لومړي سر کي برلين ته سفر کړی ؤ چي د هغې وروسته پاريس ته ولاړی. پوتين په برلين کي د المان د لومړۍ وزيري انگېلامېرکل سره خبري کړي وې او سياسي لاره ئې د سوريې د کړکېچ د حل يوازینۍ لاره بللې وه.