1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاند او اوباما د نړۍ د مهمو مسایلو په اړه یوه خوله دي

دویچه ویله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ بهمن ۲۳, چهارشنبه

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې د ترهګرۍ او اټومي وسلو د پراختیا څخه د مخنیوې په برخه کې دواړه هیوادونه « فرانسه او امریکا » متحد دي.

https://p.dw.com/p/1B7FE
انځور: Reuters

د فرانسې ولسمشر اولاند متحده ایالاتو ته په یوه درې ورځني سفر تللې دی. اولاند، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبروري ۱۱مه) د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره تر لیدنې کتنې وروسته، یوه ګډ خبرې کنفرانس ته وینا وکړه. دواړو مشرانو خپله توجه مهمو نړیوالو مسایلو ته متمرکزه کړې وه.

په واشنګټن کې دغه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د امنیت په شورا کې د روسيي له خوا د سوريي د رژیم پر ضد د یوه نوي پریکړه لیک د مخالفت کولو له امله سخته نیوکه وکړه.

اوباما وویل چې د امنیت شورا ډیر شمیر غړي د دغه پریکړه لیک د مسودې ملاتړ کوي. د اوباما په خبره د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په څرګندو ټکو کې مسکو ته دا پیغام ورکړی دی چې د پریکړه لیک له مخالفت څخه دې لاس واخلي.

اوباما زیاته کړه چې که د مسکو چارواکي د دغه پریکړه لیک مخې ته په پرله پسې توګه خنډ جوړیږي، نو د سوريي خلکو ته د ورپيښو مسایلو مسوولیت به نه یوازې دا چې د سوريې د رژیم پر غاړه وي، بلکې روسیه به هم په دې مسوولیت کې شریکه وي.

تر اوباما وروسته اولاند، دغه خبري کنفرانس ته وینا وکړه. اولاند وویل چې هغه د دغه پریکړه لیک عملي کولو ته سخت ژمن دی. هغه د مسکو پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل: «په نیک نیت سره د جوړ شوې تړون، چې هدف يي د انسانانو د ژوند ژغورل وي، څنګه کولای شې څوک د رای اچونې مخه ونیسي؟»

له مسکو څخه د ترلاسه شوو رپوټونو په حواله د دې برعکس د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سېرګي لاوروف، ویلي دي چې د دغه پریکړه لیک په مسوده کې کوښښ شوی دی چې ټوله پړه یوازی د سوريي پر رژیم واچول شي. پر دې موضوع د خبرو اترو له پاره د روسيي سفیر ویټالي چورکن، د سه شنبې په ورځ د امنیت د شورا په غونډه کې ګډون کړی وو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، زیاته کړه چې هغه د ولسمشر اوباما سره یوځای د منځني ختیځ د کړکیچ پای ته رسولو له پاره کار کوي. اولاند یادونه وکړه چې واشنګټن او پاریس به د سوريې د کورنۍ جګړۍ او په افریقا کې د افراطیت او وسلوالې شخړې د کنترولولو په موخه خپل ګډ کوښښونه جاري وساتي. په همدې ترڅ کې د متحده ایالاتو ولسمشر د فرانسوا اولاند، بهرنیو سیاسي پریکړو ته د «ارزښتناکه ګامونو» نوم ورکړ.

په سپينې ماڼۍ کې ماښامنۍ

د متحده ایالاتو ولسمشر اوباما، د فرانسې ولسمشر اولاند او د اوباما میرمن میشل اوباما
د متحده ایالاتو ولسمشر اوباما، د فرانسې ولسمشر اولاند او د اوباما میرمن میشل اوباماانځور: Reuters

تر دې وروسته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند تیره شپه د ده په ویاړ جوړ شوې ماښامنۍ کې ګډون وکړ. په دغه میلمستیا کې ولسمشر اوباما د هغه میرمنۍ میشل اوباما، یو شمیر سیاستوالو، سوداګرو، او د فلمي نړۍ ستورو هم ګډون کړی وو.