1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوغلو د حکومتي ګوند له مشرتابه د وتلو اعلان کړی

آژانسونه/ م.ن۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

د ترکي رسنیو په حواله، حکومتي ګوند AKP به د می میاشتي پر ۲۲ نېټه یوه فوق العاده کنگره جوړه کړي او داود اوغلو، به بیا نور د گوندي مشرتابه په اختیار کي نه وي.

https://p.dw.com/p/1Iile
د ترکيې لومړی وزير داود اوغلو
انځور: Reuters/U. Bektas

د گوندي کنگرې د رابللو په اړه تصمیم گوندي رهبرۍ نیولی دی. د اساسنامې له مخي داود اوغلو به بيا د لومړي وزارت له مقامه هم تیریږي. تر دې مخکي ترکي رسنیو د داود اغلو او جمهوررئيس رجب طيب اردوغان، تر منځ د قدرت پر سر د مبارزې خبر ورکړی وو.

د چهارشنبې په ورځ ناوخته د دواړو مشرانو په جمهوري ریاست ماڼۍ کي ملاقات هم لرل. خو ددغه تر یونیم ساعت اضافه ملاقات د محتوی جزئيات ونه کړل سول.

دواړه سیاستوال له ډیري مودې اختلافات لري

تیره اوونۍ لا د حکومتي ګوند AKP رهبرۍ د داود اوغلو صلاحیتونه محدود کړل. دغه محدويت ځينو رسنیو او د اپوزیسيون سیاستوالو د لومړي وزير او گوندي رهبر داود اوغلو پر ضد یوه سخته ضربه وگڼل.

داود اوغلو دغه داواړه پستونه تر هغه وروسته اشغال کړل، چي رجب طيب اردوغان د۲۰۱۴م کال په اگست مياشت کي د جمهوررئيس په توگه انتخاب سو.

د اردوغان، پلویان پر اوغلو باندي تور لگوي چي د جمهوررئيس واک کمزوری کوي او هغه په نظر کي نه نیسي. دواړه سیاستوال د رسنیو په حواله د نورو تر څنگ د اردوغان له خوا د جمهوري سیستم په هکله د اساسي قانون د اصلاحاتو پر سر سره اختلاف لري.

د اوغلو د ځای ناستي په اړه اوازې

دغه بدلون به دولتي مشر رجب طيب اردوغان ته نور هم ډیر قدرت ورکړي. ددې له پاره چي په جمهوري سیستم کي بدلون رامنځته سي، حکومتي ګوند AKP په پارلمان کي۶۰ سلنه اکثریت ته اړتيا لري.

خو د همدې اکثریت له پاره دغه گوند ۱۳وکیلان لږ لري. د «جمهوریت» ورځپاڼي په حواله د داود اوغلو د ځای ناستي په توگه به د ترانسپورټ وزیر بینالي یلدیریم، او د اردوغان زوم او انرژۍ وزیر بیرات البایرک، پر سر معامله وسي. دواړه اردوغان ته سخت وفاداره کسان دي.