1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوس آلماني عسکرهم د افغانستان په جګړه کښي ښکيل دي

۱۳۸۸ تیر ۳۱, چهارشنبه

دلمړي ځل دپاره په هغه تعرضي عملياتو کي چي دافغاني امنيتي ځواکونو له خوا پر مخ بيول کيږي ،آلماني عسکرو د Marder ډول حمايوي ټانکونو او توپونو څخه کار اخيستی دی ...

https://p.dw.com/p/IvGy
په کندوس کښي آلماني عسکري وسايط
په کندوس کښي آلماني عسکري وسايطانځور: picture-alliance/ dpa

کوم آلماني عسکر چي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په کتار کي دافغانستان په شمالي ولاياتو کي ځای پر ځای دي او شمير يې 3500 ته رسيږي ، درويتر دخبر رسولو دآژانس په حواله ،ددوی يوې ډلي، په کندوز کي دطالبانو پر ضد په يوه پراخ تعرضي عملياتو کي ونډه اخيستې ده ،چي دافغان امنيتي ځواکونو له خوا پر مخ بيول کيږي .

د Rehinische Post په نامه آلمانۍ ورځپاڼي پخپله ننۍ ګڼه کي له سيمي څخه ديوه آلماني عسکر دخولې څخه نقل قول کوي او ليکي چي « مونږ دټولو هغه وسايلو څخه کار اخيستی ، څه چي دلته شته دي » .

دغه خبر په برلين کي دآلمان ددفاعي چارو دوزرت وياند هم تايد کړی او د dpa دخبررسولو دآژانس ديوه خبر يال ديوې پوښتني په ځواب کي ويل شوي چي « دافغانستان په شمالي ولايت کندوز کي افغان امنيتي ځواکونو دطالبانو پر ضد پوځي عمليات پيل کړي دي چي په دغه عملياتو کي دنړيوال سوله ساتونکو ځواکونو ISAF واحدونه هم ونډه لري » . خو داچي ISAF په څومره عسکرو سره په دغه عملياتو کي برخه لري ، دالمان ددفاع دوزارت وياند ويلي چي « دعسکرو دشمير په هکله سړی خبري نه کوي . »

خو د Rheinische Post په نامه آلمانۍ ورځپاڼي پخپل رپوټ کي ليکي چي دکندوز په عملياتو کي په سلهاو تنه المانيان چي په درنو سلاو سره سمبال دي ، ونډه لري .

لکه څنګه چي په خبر کي ويل شوي دي، يوازي دآلمان د چټکو عملياتي ځواکونو Quick Reaction Force له ډلي څخه 300 عسکرو پخپلو ټولو وسايلو سره په دغه عملياتو کي برخه اخيستې او ددغه تعرضي عملياتو هدف دادی چي د آلماني عسکروپه ملاتړ او مرستي سره افغان عسکر او امنيتي ځواکونه له دغي سيمۍ څخه طالبان وشړي تر څو چي دولسمشرۍ د انتخاباتو دپاره په دغه ولايت کي شرايط برا برشوي وي .

دلته داخبره هم ديادوني وړ ده چي دکندوز په ولايت کي دطالبانو پر ضد دغه پراخ تعرضي عمليات دڅو اونيو راهيسي پيل شوي دي . او بيا د Rheinische Post په نامه دآلمانۍ ژبي ورځپاڼۍ په تبصره کي داهم ويل کيږي چي په دې خبري باندي به ډير اختلاف نه وي که سړی ووايي چي په افغانستان کي دتند لارو طالبانوپر ضد عمالياتو پراختيا موندلې ده، خو دبرياليتوبونو په اړه ډير څه نه اوريدل کيږي . داخبره بايد ومنل سي چي په افغانستان کي يوه جګړه روانه ده ، نه يوه داسي لانجه چي په هغه کي دسلاو څخه هم کار اخيستل کيږي . که څه هم دطالبانويا تند لارو اسلامي ډلو په خواکي يو منظم پوځ نه جنګيږي او هغوی دځانمرګي او نورو پارتيزاني عملياتو د لاري غبرګون ښه يي، خو بياهم څنګه چي په دې آخرنيو وختونو کي ليدل کيږي دوی دپخوا په پرتله په افغانستان کي بهرنيو ځواکونو ته زيات ځاني تلفات رسولي دي .او يوازي دهمدې رواني مياشتي ( جولاي ) په بهير کي 50 بهرني عسکر په افغانستان کي وژل شوي دي چي د 2001 ميلادي کال دپای راهيسي چي طالبان په افغانستان کي دځواک له مسنده څخه را پروزول شوي دي، بيساري تلفات بلل کيږي .

ISAF Soldaten der Bundeswehr Afghanistan
آلماني عسکرانځور: AP

دافغانستان په جګړه کي دملکي خلګو دتلفاتو اندازه هم مخ پر زياتيدو او دانديښني وړ ده . او طالبان پخپلو دغه عملياتو سره غواړي په افغانستان کي د جمهوري رياست د انتخاباتو څخه مخکي ولس او دافغانستان دحکومت مسؤلينو ته دا وښه يي چي خارجي ځواکونه تاسي نسي ساتلی . او دطالبانو ستراتيژي ښايي داوي چي په افغانستان کي دولسمشرۍ د پلان شوي انتخاباتو ډيموکراتيک مشروعيت په سوال کي راسي .

رويټر/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري