1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

" اوسني ټولنيز او سياسي ناخوالي د غوايي د اوومې او اتمې ميراثونه دي "

۱۳۸۸ اردیبهشت ۸, سه‌شنبه

اوه لس كاله د مخه د غوايي په اتمه نيټه په كابل كې جهادي تنظيمونو د واك په ګدۍ كښيناستې او د شوروي پلوه دولت څوارلس كلنه واكمني پاى ته ورسيد

https://p.dw.com/p/HfbS
انځور: picture-alliance/ dpa

د ۱۳۷۱ كال د غوايي اتمه ورځ په كابل كې د شوروي پلوه دولت ۱۴ كلنه واكمنۍ پاى ته ورسيده او په همدې ورځ سياسي واك د پخواني دولت د ځينو چارواكو لخوا د يوې رسمي غونډې په ترڅ كې د اسلامي تنظيمونو جهادي شورا ته وليږدول شوه . د واك ليږدونه يوه سمبوليكه بڼه درلوده ځكه ولسمشر ډاكتر نجيب د يوې ناكامې تيښتې په پايله كې په كابل كې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه وړې وه او د كابينې يو شمير وزيرانو په شمال كې له احمد شاه مسعود سره او ځيني نور وزيران د كابل په سوهيل كې له ګلبدين حكمتيار سره اړيكې درلودې . په كابل كې عملا د سياسي ځواك تشه موجوده وه او تنظيمي پوځي ډلې كابل ښارته ننوتې وې .

د جمعيت اسلامي د نظار شورا د دوستم د مليشو په ملتيا او د حكمتيار د اسلامي ګوند پوځي ډلو هڅې كولې تر څو د پلازمينې اداري ، سياسي او پوځي تاسيسات قبضه كړي . له هم هغې لمړۍ ورځې څخه د دواړو يادو شويو ډلو تر منځ جګړه پيل شوه او په لنډو شيبوكې د كابل ښار په ځينو سيمو د مردكيو او د راكټونو باران پيل شو .

د اسلامي جمعيت د رهبرۍ شورا غړى او د مجاهدينو د دولت د اطلاعاتو او كلتور وزير صديق چكري وايي چې د غوايي د مياشتې په لمړيو كې په پيښور كې د جهادي تنظيمونو تر منځ يو تړون لاسليك شو يوه پنځوس كسيزه شورا جوړه شوه او پريكړه وشوه چې د دوه و مياشتو لپاره صبغت اله مجددي او بيا د څلورو مياشتو لپاره برهان الدين رباني د دولت د رياست دندې پرمخ بوځي .

صديق چكري وايي چې : ګلبدين حكمتيار ته د صدارت دنده سپارل شوې وه خو ده مخالفت وكړ او د پاكستان د دولت په اشاره يې جګړې پيل كړې .

صديق چكري وايي چې : د دوى دولت يو قانوني دولت ؤ او هغه كسان ګرم ګڼي چې د دوى په وړاندې جنګيدل .

خو د لبرال دموكرات ګوند مشر اجمل سهيل وايي چې : د غوايي اتمه د افغانستان خلكو او په ځانګړي توګه د كابل ښاريانو لپاره يوه ترخه ورځ وه او جهادي ډلې خلكو ته دا وښودله چې د حكومت كولو لپاره ندي جوړ شوي .

د سياسي چارو كارپوه داد نوراني وايي چې : اوسني ټولنيز او سياسي ناخوالي د غوايي د اوومې او اتمې ميراثونه دي .

د كابل ښار يو تن اوسيدونكى همت جمالي وايي چې : د مجاهدينو د دولت په پيل سره په افغانستان كې چور او تالا ګډ شو او د خلكو په مال او عزت يرغل وشو .

د غوايي اتمه د هغو زړه بوګنونكو سياسي او ټولنيزو پيښو پيل ؤ چې افغانستان يې د يوې خطرناكې بې ثباتۍ په لور وخوځاوه . سيمه ايز حكومتونه او واكمنۍ رامنځ ته شوې او په ځانګړي توګه د كابل په ښار يې د باروتو د اورونو لمبې وورولې چې د تنظيمي جګړو له امله د كابل ښار ډيرې برخې په كنډوالې بدلې شوې ، ۶۵ زره تنه كابل ښاريان ووژل شول په زرهاوه تنه ټپيان شول او په زرهاوه نورې كورنۍ كډوالۍ ته اړ شوې .

بری پال
کتونکی: يحيی وردک