اور اچونه ـ سوريايي مهاجر په بند محکوم سو
۱۳۹۵ شهریور ۱۸, پنجشنبه
د آلمان په بينګن ښار کي و يو مهاجر کمپ ته د اور اچونې په تور یو سوريايي مهاجر په څلورو کارو بند محکوم سو. د اور اچونې دغه پېښه د روان مېلادي کال په پېل کي رامنځ ته سوې وه.
د آلمان د ماينز ښار يوې محکمې د ياد جرم په تور دغه تورن کس ته د پيښي څخه پنځه مياشتي وروسته د بند سزا واوروله.
د اپريل د مياشتي په دغه اور لګونه کي د آلمان د بينګن ښار پر څنډه يو داسي هوټل ته اور اچول سوی ؤ چي ورڅخه د مهاجرو د کمپ په توګه کار اخيستل کېدی. په دغه پېښه کي يو شمېر د مهاجر کمپ اوسېدونکي او دوه اور وژونکي مرستندويان معمولي ژوبل سوي ول.
د ماينز ښار څارنوال د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۸مه نېټه) وويل چي د محکمې له خوا صادره سوې فيصله قابل عمل ده. زياته سوې چي تورن کس د نيول کېدو راهيسي په توقيف کي دی. څارنوال ويلي چي د دغه محکمه د دوشنبې په ورځ لا دايره سوه چي پکښي دلايل واورېدل سول.
د اورلګېدنې وروسته د دغه مهاجر کمپ پر دېوالونو د نازيانو ځانګړي سمبولونه هم رسم کړل سوي ول. له همدې کبله هغه وخت داسي اټکل سوی ؤ چي دغه عمل به د ښې اړخو توندلارو له خوا تر سره سوی وي.
خو څو ورځي وروسته د دغه کمپ يو اوسېدونکي مهاجر اقرار وکړ چي دغه اور يې خپله اچولی ؤ. هغه ويلي ول چي په آلمان کي د خپل راتلونکي او بې سرنوشتۍ او د مهاجر کمپ د خرابو شرايطو پر ضد د احتجاج په توګه يې اور اچولی ؤ.
د دغه اور اچونې له کبله دغه مهاجر کمپ په بشپړه توګه له اوسېدنې لوېدلی ؤ.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.08.2015):