اوربند که کورنی جنګ؟
۱۳۹۲ دی ۷, شنبهپه جنوبي سوډان کي چي په نړيواله کچه يو نوی او هم يو له ترټولو فقيرو هيوادونو څخه دی، که زور زياتي همداسي دوام و مومي کېدای سي يوې بلي کورنۍ جګړې ته ور وښويږي. په دغه هيواد کي اوس د جمهور رييس سالوا کېيړ او د هغه د پخواني مرستيال ريک مشار، ترمنځ د قدرت پر سره وسله وال جنګ روان دی.
د آلمان نوی د بهرنيو چازو وزير فرانګ والتر شتاين ماير او د هغه نور نړيوال سيالان خبرداری ورکوي، چي په جنوبي سوډان کي بايد وضعيت بدلون و مومي، که نه نو د دغه زور زياتي لمن به ټول هيواد ته پراخه سي.
په دغه هيواد کي د مسيحي مېلاد اختر ترمخه په سونو انسانان ووژل سول او په لسونو زره نور د تېښتي په حال کي دي. هغه څه چي اوس د جنوبي سوډان په پلازمېنه جوبا کي روان دي اوس د دغه هيواد نورو ولايتونو ته يې هم پراختيا موندلې ده.
په دغه سيمه کي له لسيزو راهيسي بېلابېلي قومي ډلي يو له بل سره جنګيږي. په ټوليزه توګه سوډان نزدې پنځوس کاله په کورنۍ جګړه کي غرق وو، لومړی په ۲۰۰۵ کال کي د وسله والو ډلو ترمنځ د سولي يو تړون رامنځ ته سو. تر دغه وخته پوري د سوډان په کورنۍ جګړه کي نزدې ۲ ميليونه انسانان ووژل سول. د دغه هيواد د جنوب ياغي ډلو هر وخت په شمال کي د حکومت پرضد جنګېدل. په ۱۹۸۰ لسيزه کي بيا په ځانګړې توګه د سوډان خلکو د آزادۍ غورځنګ (SPLA) مشر جان ګرنګ. ګرنګ په همدغه کال د يوې څرخي الوتکي په سقوط کي ووژل سو.
له ياغيانو تر سياسته
هغه سياسي څېري چي په دې وروستيو کلونو کي په جنوبي سوډان کي مطرح دي، هغه تر مخه د ياغي ډلو قوماندانان ول. د جنوبي سوډان اوسنی جمهور رييس سالوا کېيړ هغه مهال د ګرنګ پر بغل جنګېدی. خو په ۱۹۹۱ کال کي بيا تر ۴۰ کلني يو ځايي مبارزې وروسته د سوډان خلکو د آزادی غورځنګ سره وويشل سو. هغه مهال اوسنی جمهور رييس کېيړ او ګرنګ يوځای پاته سول او مشار ځني جلا سو. ګرنګ د يو موټي سوډان له پاره مبارزه کوله خو مشار بيا د جنوب بېلتون غوښتی.
کېيړ او مشار له لسيزو راهيسي د جګړو تجريبه لري او له مختلفو قومي ډلو څخه دي. دوی په دې پوهيږي چي له خپله قومه څه شان استفاده وکړي. کېيړ په «Dinka» قوم پوري چي په دغه هيواد کي تر ټولو ستر قوم، يعنی ۴۰ سلنه جوړوي اړه لري.
خو مشار، چي اوس د جمهور رييس له خوا ورباندي د کودتا کولو تور لګول سوی دی په «Nuer» قوم پوري اړه لري چي د دغه هيواد له اتو څخه تر نهو ميليونو نفوس ۲۰ سلنه جوړوي.
وېش او يو نوی پيل
د سوډان د خلکو د آزدی غورځنګ او د دغه هيواد حکومت کلونه کلونه يو له بل سره خبري اتري وکړې چي څه ډول کولای سي دغي کورنۍ جګړې ته يوه سياسي حل لاره پيدا کړي. تر ۲۰۰۵ مېلادي کاله پوري ډېري پريکړي وسوی چي په پای کي بيا د سولي يو تړون رامنځ ته سو. هغه مهال دا هم څرګنده سوه چي په شپږو کلونو کي دي د جنوبي سوډان مسيحي مذهبه سيمه چي د شمال د سوني مذهبي سيمي تر تاثير لاندي ده د خپلواکۍ اخيستلو په اړه رای اچونه ترسره سي. چي وروسته همداسي سول او سوډان پر دوو برخو ووېشل سو.
اوس د جنوبي سوډان په پلازمېنه جوبا کي د قدرت پر سر په قومي جنګ کي له څو اوونيو راهيسي په سوونو انسانان وژل سوي دي. د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخي بيا ويل کيږي چي په دغه هيواد کي د مړو شمېر زرونو ته رسېدلی دی.
د مسيحي مېلاد اختر په وياړ د جنوبي سوډان جمهور رييس کېيړ په خپله وينا کي وويل چي هغه اوس له مشار سره خبرو اترو ته تيار دی، څو دغه نوي هيواد ته سوله راولي.