1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هنگري کې د مهاجرو د ویش په هکله ټولپوښتنه ترسره کیږي

afp, dpa۱۳۹۴ اسفند ۵, چهارشنبه

د هنگري لومړي وزیر اعلان کړی چې د کډوالو د ویش په موضوع کې به یوه ټولپوښتنه ترسره کړي. د دې تر څنگ اتریش او لویدیځ بالکان هیوادونو ویلي دي چې په خپلو سرحدونو کې به کنترول لا زیات سخت کړي.

https://p.dw.com/p/1I1H7
انځور: imago

د هنگري هیواد ښي اړخه محافظه پاله لومړی وزیر ویکټور اوربان غواړي چې د اروپایې اتحادیې د هغې پریکړې په هکله د خپل ولس نظر واخلي چې له مخې یې پریکړه شوې کډوال د سهمیو له مخې د اروپایې اتحادیې پر غړو هیوادونو وویشل شي.

اوربان په بوداپست کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «تر اوسه پورې هیڅ چا په اروپا کې له خلکو څخه پوښتنه نه ده کړی چې آیا دوی د مهاجرو له پاره د اجباري سهمیې سره موافق دي او که نه.» نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه :« دا ډول سهمیه بې له دې چې له خپل ولس سره مشوره وشي له قدرت څخه د ناوړه استفادې په معنی ده.

اوربان ویلي دي له همدې امله د هنگري حکومت د ریفرینډم یا ټولپوښتنې په هکله خپل پروگرامونه د ټاکنو ملي ادارې دفتر ته وړاندی کړي دي. دا ثابته شوې ده چې د حکومت وفاداره مشران دغې غوښتنې ته په مثبته سترگه گوري.

د دې کار د یوې برخې په توگه به د ریفرینډم له پاره یوه نیټه وټاکل شي. اروبان د مهاجرو د راتگ مخنوي سیاست تعقیبوي، کوم چې د پردي ضد یا خارجي ضد کمپاینونو سره مل وي. د سربیا او کرواسیا د سرحدي پولو په اوږدو کې د اغزي لرونکي سیمې دیوال جوړیدل د هنگري په لاره د کډوالو د راتگ مسیر تغییر کړی دی.

د دې تر څنگ اتریش او لویدیځ بالکان هیوادونو د مهاجرو هجوم د کمولو په خاطر د بالکان په مسیر کې پر مهاجرو د فشار زیاتولو خبر ورکړی.

د دغې غونډې لس واړه گډون کونکو هیوادونو موافقه کړی چې د هغو سرحدونو حفاظت له پاره به اضافي پولیس واستوي چې په ځانکړي توگه د کډوالو د راتگ هجوم پرې زیات دی. سربیره پر دې د کډوالو د بیرته ستنولو یا ردولو او ثبت نام په برخه کې باید د نظر یوالی رامنځته شي.

د کډوالو شمیر کم شوې

وروسته تر دې اتریش په خپل سرحد کې کنترول سخت کړی دی، د بایرن ایالت د لارې له اتریش څخه آلمان ته د راتلونکو کډوالو په شمیر کې په واضح ډول کمې لیدل کیږي.

په مونشن کې د پولیسو له خوا د ورکړل شوو ارقامو پر بنسټ د سه شنبې په ورځ (د فبروي میاشتې په ۲۳) یوازې ۵۰ تنه کډوال د آلمان بایرن ایالت ته داخل شوي دي. د تیرو ۸ ورځو په جریان کې په اوسط ډول تر ۵۰۰ کم انسانان د آلمان دغه ایالت ته راغلي دي.

د روانې میاشتې له ۱۶ نیټې راهیسې د کډوالو د راتگ په بهیر کې په واضح ډول کموالی لیدل کیږي، تر دغې مخکې په اوسط ډول د ورځې ۲۰۰۰ مهاجر آلمان ته داخلیدل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب