اوجالان: کردان دي وسلې پر مځکه کښېږدي
۱۳۹۳ اسفند ۱۰, یکشنبه
د کردستان د کارگر گوند (پ ک ک) بندي مشر عبدالله اوجالان د شنبې په ورځ په يوه بيانيه کي له کردي جنگياليو څخه غوښتي دي چي په يوه تاريخي پريکړي سره خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي او د ترکيې له حکومت سره د ستونزو ختمولو په برخه کي يو مهم گام واخلي.
په دغه بيانيه کي چي د ترکيې پارلمان د يوه کردي استازي له خوا په يوه خبري غونډه کي ولوستل سوه، اوجالان پکښې د کردستان د کارگر گوند له مشرانو څخه غوښتي دي چي په پسرلي کي د بې وسلو کولو له پاره يوه کانگره جوړه کي او پکښې يوه «تاريخي» پريکړه وکړي.
په بيانيه کي ويل سوي دي چي د ۳۰ کلن کړکېچ د ختمېدو بهير پيل سوی او اوس بايد يوې تلپاتي سولي او ديموکراتيکو شرايطو ته زمينه برابره سي.
اوجالان په بيانيه کي د ترکيې حکومت ۱۰ ټکو ته چي په هغه جمله کي د نوي اساسي قانون مسوده هم شامله ده اشاره کړې ده. ده ويلي دي چي د نوي اساسي قانون مسوده د سولي د پايښت له پاره ضروري ده.
د ترکيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو د عبدالله اوجالان بيانيه ستايلې ده او ويلي ئې دي: «د زورزياتي ژبه بايد نوره پرخپله لار ولاړه سي.»
عبدالله اوجالان په ۲۰۱۳م کال کي له ترکيې سره تر څو مياشتو پټو خبرو اترو وروسته د اوربند غوښتونکی سو، څو له ۱۹۸۴م کال راهيسي روان کړکېچ ختم سي. په دغه کړکېچ تر ۴۰ زرو زيات انسانان وژل سوي دي.
د کردستان د کارگرانو گوند مشر او بنسټ ايښوونکی ۶۷ کلن عبدالله اوجالان په ۱۹۹۸م کال کي د ترکيې د امنيتي ځواک له خوا ونيول سو او اوس په ايمرالی جزيره کي خپل عمري بند تيروي.