اوباما کوښښ کوي چي هيواد ته د نفتو په واريداتو کي کمی راولي
۱۳۹۰ فروردین ۱۱, پنجشنبهامريکا متحده ايالات د خپل اړتيا وړ ۶۰ فيصده نفت د بهر څخه واردوي . د پطرولو په واردولو کي د کمي راوستلو بحثونه وروسته تر هغي راپورته کيږي، چي په عربي نړۍ کي کړکيچونه او په جاپان کي اتومي فاجعه رامنځته شوه.
د امريکا په متحده ايالاتو کي مصرفوونکي د پطرولو په بيو کي لوړ والی د تيلو په ټانکونو کي ډير ښه احساسولای سي. ځکه چي پټرول په يو ليتر کي۷۰ سنته لوړ سوي دي. دا چي پخوا به هميش په امريکا کي د تيلو بيه ټيټه وه او اوس لوړه شوي، دا د امريکي د متحده ايالاتو اقتصادي پرمختګ ته زيان رسوي او د ۲۰۱۲ کال په انتخاباتو کي د اوباما د کاميابي چانس کموي.
د امريکا ولسمشر په پام کي لري چي د راتلونکي ۲۵ لکونو په جريان کي د پاکي انرژي د مصرونکو شمير د ۴۰ فيصدو څخه ۸۰فيصدو ته لوړه کړي. چي دغه انرژي به د هوا ، اوبو، لمر، او بيولوژيکي شيانو څخه ترلاسه کيږي. خو په دي کي ځمکنی ګاز، د ډبرو سکاره او اتوم هم شامل دي.
اوباما کوښښ کوي چي امريکا د هغو هيوادونو د کتار په سر کي ودروي چي د بديلۍ انرژي څخه په زياته پيمانه کار اخلي.
په واشنګټن کي د ( پيو – د افکارو د تحقيقاتو د انستيتيوت) د موسسي په حواله ، د امريکي متحده ايالات د انرژي د بديل څخه د ګتي اخستني په اساس د جرمني او چين څخه وروسته په دريم مقام کي ځاي لري.
جوليا/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل