اوباما: ډزي ورځنۍ موضوع گرځیدلې ده
۱۳۹۴ مهر ۱۰, جمعهپه اوریگون ایالت کي تر خونړۍ پيښي وروسته بارک اوباما یووار بیا د وسلو قانون د سختیدو غوښتنه وکړه. اوباما په سپینه ماڼۍ کي وویل: «موږ د نړۍ یوازنی پرمختللی هیواد یو، چي هر څو مياشتي وروسته دغه شان فیرونه پکښې رامنځته کیږي.»
هغه اضافه کړه چي تر دغه ډول پیښو وروسته هم د رسنیو رپوټونه او هم د هغه په ادامه بحثونه عادي بڼه غوره کړې ده، وروسته هغه هیریږي او په مقابل کي یې بې تفاوتي زیاته سوې ده.
اوباما ټينگار وکړ، چي د امریکا اساسي قانون د وسلو درلودل تضمینوي، خو سربیره پردې باید لږ تر لږه د وژونکو وسلو د درلودلو او انتقالولو په خاطرمعتدل مقرارات وضع سي.
هغه زیاته کړه: «موږ کولای سو یو لږ بدلون راولو، خو موږ باید قوانین بدل کړو.»
د دې له پاره اوباما د امريکا متحدو ايالاتو د ۵۰ ایالتونو د پارلمانونو او کانگرس ملاتړ ته اړتيا لري. خو د کانگرس په دواړو مجلسونو کي جمهوري غوښتونکي اکثریت لري او د اوباما د وسلو قوانینو دسختیدو هڅي څو واري پکښي له ناکامۍ سره مخامخ سوي دي.
د جمهوري غوښتونکو د گوند پر دريځ باندي د هیلاري کلینتن له خواهم نیوکه وسوه. د ديموکرات ګوند دغه کاندیده په ماساچوسیت کي د انتخاباتي مبارزې په چوکاټ کي د گډو سیاسي کوښښونو غوښتنه وکړه، څو د وسلو یو نوی قانون تصویب او خلگ حفاظت او وساتل سي.
کلینتن زیاته کړه، چي د هغې له پاره دا د حیرانتیا خبره ده چي سړی د دغه ډول پيښو په مقابل کي په بې تفاوتی سره گوري، بې له دې چي له هغه څخه عبرت واخلي.
د چارواکو د نوو معلوماتو پراساس د امریکا د ساحلي ایالت اوریگون د روزنبورگ پر یوه کالج باندي د روغ لیوني په ډزو کي لږتر لږه لس انسانان وژل سوي او۲۰ نور ټپيان سوي دي. د پوليسو په حواله ۲۶ کلن عامل د فیرونو په تبادله کي وژل سوی دی.