1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په کيوبا کي تاريخي سفر پيل کړ

۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبه

تر ۸۸ کالو وروسته بیا د امريکا متحدو ايالاتو یو جمهوررئيس کیوبا ته سفر کړی. اوباما غواړي له اپوزيسون سره هم وویني. په هوايي ډگر کي د اوباما هرکلي دولتي مشر راول کاسترو ونه کړ.

https://p.dw.com/p/1IGmc
اوباما په کيوبا کي
انځور: Y. Lage/AFP/Getty Images

له سختو بارانونو سره مل د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما هاوانا ته خپل رسمي سفر په خندا سره پیل کړ، داسي ښار چي د ساړه جنگ ټوله وختونه یې لیدلي دي. اوباما دامریکايي دیپلوماتانو په مخکي ویلی ول،:«دا یو تاریخي موقع ده چي د کیوبا له ولس سره مستقیماً تماس ونیول سي.»

کیوبایانو هم مستقیماً د تویتر له لاري د هغه هرکلی وکړ او پخپله ژبه یې ورته لیکلي ول:« کیوبا څنگه یاست؟» خو دغه پیغام باید لږو کیوبایانو کتلی او لوستلی وي، ځکه چي اوس لا هم هلته انټرنیت ته لاسرسی ډیر لږ دی.

دا تر ۸۸ کلونو وروسته لومړی وار دی چي د امريکا یو جمهوررئيس سوسیالستي کیوبا ته سفر کوي. اوباما غواړي د دولتي مشر راول کاسترو سره تر کلونو کلونو سختي دښمنیو وروسته د نژدیکۍ د پروسې د لا ژوري کیدو په خاطر خبري وکړي. خو تر سختو وختونو وروسته بیا هم په اول سر کي هغه داسي نه معلومیږي.

په هوايي ډگر کي د اوباما هرکلی راول کاسترو ونه کړ، بلکي يوازي د هغه د بهرنيو چارو وزیر برونو رودریگو وکړ. په داسي حال کي چي په ۲۰۱۵م کال کي د فرانسې له جمهوررئيس هرکلي ته راول کاسترو پخپله وروتلی وو، خو هغه بیا له اپوزيسون سره تر لیدو تیر سو. کاسترو به د اوباما د سفر په دوهمه ورځ له هغه سره وگوري.

د اوباما د سفر په اجنډا کي لو مړی د هاوانا په زاړه ښار کي چکر شامل وو. هغه غواړي تر سه شنبې ورځي پوري په هاوانا کي پاته سي. تر هغه مخکي په ۱۹۲۸م کال کي جمهوررئيس کالوین کولیج له کیوبا ته سفر کړی وو.

د ۲۰۱۴م کال په وروستیو کي اوباما او کاسترو د ساړه وخت او خرابو مناسباتو پر ختمولو باندي موافقه وکړه: تر هغه وروسته پر کیوبا باندي اقتصادي تعزیرات راکم سول، خصوصأ په مالي برخه کي او د کښتیو د مستقیم تگ راتگ په برخه کي. کاسترو د ټولو اقتصادي تعزیراتو د لیري کیدو او په ۱۹۰۳م کال کي د امریکا تر کنترول لاندي راغلي نظامي اډې گوانتانامو د بیرته ورکولو غوښتنه وکړه.

خو د امريکا متحدو ايالاتو د تدریجي پرانیستو او کیوبا کي د اصلاحاتو غوښتنه وکړه. له لږ وخت راهیسي د دواړو خواو تر منځ بیرته مستقیمي پُستي اړیکي پيل سوي. تر هغه مخکي به خطونه او پاکټونه د دریم هیواد له لاري سره لیږل کیدل.

کیوبا ته د اوباما تر سفر مخکی د ستار ووډ- Starwood هوټلونو برانچ او نورو انټرنیتي خدماتو هم په دغه منزوي هیواد کیوبا کي د فعالیت اجازه تر لاسه کړه.

په هاوانا کي ډیر منتقدان بندیان سوي دي

اوباما غواړي په کیوبا کي د بشري حقونو د خراب وضعیت په باب هم خبري وکړي. د ده تر سفر لږ مخکي په هاوانا کي د حکومت ډېر منتقدین ونیول سول. رسنیو رپوټ ورکړ چي د یوې مظاهرې پر وخت پر یوه پارک پولیسو هجوم وروړ، او ډیر فعالان یې ونیول. د ۲۰۱۵م کال په سپټمبر کي له کیوبا څخه د پاپ د لیدني کتني پر مهال هم د حکومت مخالفان نیول سوي وه. دا معمولأ مؤقتي او د بیرولو تدابیر وي او بیرته ژر آزاديږي.

اوباما له فیدل کاسترو سره نه گوري

د انقلاب له رهبر سره به اوباما ونه گوري. ځکه چي د هغه په نظر فیدل کاسترو کلونه کلونه له امريکا متحدو ايالاتو سره د دښمنۍ اور تازه کاوه او شوروي یې د خپل نژدې متحد په توگه ټاکلی وو؟ په ۱۹۶۲م کال کي په کیوبا کي د شوروي اټومي راکټونو نصبیدل نړۍ د اټومي جنگ تر سرحده پوري ورسوله.

په کيوبا کي د فيدل کاسترو او نيکولاس مادورو خبري
په کيوبا کي د فيدل کاسترو او نيکولاس مادورو خبريانځور: Reuters/handout

دقیق د اوباما د سفر پر وخت بیا۸۹ کلن فیدل کاسترو په یوه ښکاره پیغام سره په ورځپاڼه کي راښکاره سو، چي د وینزویلا د جمهوررئيس نیکولا مادورو سره لیدل کیږي. هغه څوک چي امريکا متحدو ايالاتو ته د یوه امپریالستي دولت په سترگه گوري او سره ښه مناسبات نه لري.

کیري غواړي په کیوبا کي د کولمبیا په شخړه کي منځگړیتوب وکړي

د امريکا متحدو د ايالاتو بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم په دغه سفر کي له اوباما سره ملگری دی. د جرمني خبري آژانس dpa په حواله کیري غواړي له دغه چانس څخه گټه واخلي او د کولمبیا د حکومت او فارک یاغیانو تر منځ د بن بست سره مخامخ خبرو کی منځگړیتوب وکړي .کیري به په همدې منظور د دواړو اړخونو له استازو سره وگوري.

په کیوبا کي له ۲۰۱۲م کال راهیسي د سولي خبري اتري رواني دي چي په راتلونکې چهارشنبه باید د یوه تړون په لاسلیکیدو سره پای ته ورسیږي. خو د هغه پر جزئیاتو لا اختلافات موجود دي، مثلأ د شاوخوا ۸۰۰۰ یاغیانو د وسلو سپارلو پر سر.