1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: په ليبيا کي د پوځي عملياتو پراختيا به يوه سهوه وي

۱۳۹۰ فروردین ۹, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو جمهورریيس بارک اوباما، د ليبيا په اړه د وينا لومړۍ برخه يې خپلو هيوادوالو ته متوجې ول.

https://p.dw.com/p/RDd4
د امريکا ولسمشر بارک اوباما
د امريکا ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

د واشنګټن د ښار په يوه ځنډه کي د يوه پوځي پوهنتون محصلين ته د وينا پر مهال اوباما د ليبيا د عملياتو د برياليتوب په اړه يو بيلانس وړاندي کړ او د ليبيا په اړه يي د خپل سياست څخه دفاع وکړه. نوموړي د ليبيا په شخړه کي د امريکا د ګډون محرکات ټکي په ټکي بيان کړل.

« که موږ يوه ورځ نور وار کړی وای نو په بن غازي کي به عام وژنه رامنځته شوې وای او پر ټوله سيمه به يې ډيره بده اغيزه کړې وای.»

اوباما پر المان هم پرته له دي چي نوم يې واخلي، سختي نيوکي وکړي. « ځيني هيوادونه په نورو ملکونو کي وحشت ويني خو سترګي ځني اړوي خو امريکا بيا داسي نه ده.»

اوباما د امريکا د ګډون دوهم علت د تونس او مصر په منځ کي د ليبيا ستراتيژيکي مهم حالت او ځای وښود. هغه وويل چي که چيري قذافي همداسي پريښول سوی وای نو د مهاجرينو د راتګ له امله به تونس او مصر دواړه تر ډير فشار لاندي راغلي وای.

پر دې سر بيره اوباما څو واري دا خبره تکرار کړه چي دی په ليبيا کي د پوځي عملياتو د لاري د ژريم د رانسکورولو پر ضد دی. هغه زياته کړه چي دا ډول فکرونه يوه غلطي ده.

« په ليبيا کي د رژيم د له منځه وړلو په موخه به زموږ د پوځي عملياتو پراخوالي يوه سهوه وي.»

اوباما وويل چي په ليبيا کي د لويديځ پوځي عمليات د ولسي وګړو د امنيت لپاره تر سره کيږي خو سره له دې به هم دا سياسي هدف تعقيب سي چي قذافي د واک څخه لاس واخلي او د ليبيا وګړي د خپل راتلونکي په اړه په خپله پريکړه وکړي.

په دې وروستيو ورځو کي منتقيدينو اوباما په مشرتابه کي په نيمګړتيا تورن کړی وو. له همدي امله اوباما په خپله بنسټيزه وينا کي وويل چي دی د امريکا امنيت ته د خطر په صورت کي د يوازي تګ څخه ويره نه لري. خو دلته په شمالي امريکا کي د خپلو متحدينو سره د بار په پورته کولو کي برخه اخلي.

ددې انتقاد په مقابل کي چي اوباما د ډيره ځنډه کار واخيست، د خپل ځان څخه دفاع وکړه. ده وويل چي يوې مياشتي ته خو په هر صورت کي اړتيا وو تر څو سړي مداخله کړې وای.

« په بوسنيا کي نړيوالو دولتونو د يو کال څخه هم زيات وخت ته اړتيا ولرله تر څو دوی ملکي وګړي د هوايي بريدونو له لاري وساتلای سول.»

د اوباما په دي وينا کي لومړي عکس العملونه مخلوط وو. د جمهوري غوښتونکو سناتور جان ميک کين وويل: « د اوباما د وينا لومړۍ برخه چي مداخله کول ولي مهم وه، ډيره ښه وو. خو بيا ده داسي خبري وکړې چي سړی يې ګډ وډ وه. د مثال په توګه ده وويل چي، د زور په استعمال سره به د رژيم له منځه وړل يوه غلطي وي. دا خبره به يي د قذافي ډيره خوښه سوې وي.»

همدا نن په لندن کي د ناټو د بهرنيو چارو وزيران د ليبيا په اړه پر خپلي راتلونکي تګ لاري خبري کوي. ځکه چي سر د سبا څخه ناټو د ليبيا د عملياتو قومانده په خپل لاس کي اخلي.

روديګر/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل