1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما په عراق کې د خپلو سرتیرو حضور پیاوړي کوي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ آبان ۱۷, شنبه

د عراق د ولسمشر د وړاندیز په نتیجه کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دغه هیواد ته د ۱۵۰۰ ځواکونو استول تائید کړي دي. دغه امریکایې ځواکونه د عراقي عسکرو او کردي «پيشمرگه» په نوم ملیشې د روزنې له پاره عراق ته استول کیږي.

https://p.dw.com/p/1DjGe
انځور: Lucas Jackson/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبرمیاشتې ۷مه) په راتلونکي میاشت کې عراق ته د نورو ۱۵۰۰ امریکایې ځواکونو استول تائید کړي دي. په دې سره به په عراق کې د شته امریکایې سرتیرو شمیر دوه برابره شي. دغه گام د امریکا متحده ایالاتو له لوري په عراق کې د«اسلامي دولت» یا پخوانۍ داعش افراطي ډلې د کمزورې کولو په موخه اخیستل شوی دی.

د رویټرز خبري آژانس په حواله سپینې ماڼۍ دغه تصمیم په عراق کې د اسلامي دولت ترورستي ډلې پر ضد د مبارزې په برخه کې د عراقي پوځ او کردي پیشمرگه، ملیشو ته د مشورې ورکولو او ملاتړ په موخه تر سره کړی دی. ویل کیږي چې په راتلونکي پسرلي کې به کردي او عراقي ځواکونه د اسلامي دولت ډلي د هغو جهادیانو پر ضد په پراخو عملیاتو لاس پورې کړي چې د سوریې له خاورې دغه هیواد ته داخل شوي دي.

د «نیویارک ټایمز» په نوم امریکایي ورځپاڼې د پېنټاگون د چارواکو له قوله رپوټ ورکړی دی چې امریکایي پوځي مشاورین به د عراق په بیلابیلو برخو شمال، سویل او لویدیځ کې خپل روزنیز مرکزونه جوړ کړي.

په پام کې ده چې د عراق لویدیځ ولایت انبار په مهم مرکز کې به د دغو ځواکونو یوه برخه ځای پرځای شي. دغه مرکز په ۲۰۰۳ کال کې پر دغه هیواد د امریکا متحده ایالاتو تر برید وروسته یوه ډیره خونړۍ سیمه وه چې د تیرو میاشتو په موده کې یو شمیر برخې یې د اسلامي دولت ډلې افراطي ډلې د جهادیانو له خوا نیول شوي دي.

سپينې ماڼۍ اعلان کړی دی چې له کانگرس څخه به وغواړي، تر څو د عراقي پوځ او کردي پیشمرگه په نوم د ملیشې د روزنې او تجهیز له پاره د ۱،۶ میلیارده ډالره بودجه په پام کې ونیسي. د پېنټاگون ویاند جان کیربي ویلي دي چې دغه بودجه باید عراق ته د امریکایې سرتیرو د لومړۍ ډلې تر استول کیدو د مخه باید تصویب شي. یو شمیر امریکایي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د دغو ځواکونو لومړنۍ ډله به ممکن په راتلونکو اونیو کې عراق ته واستول شي.

جان کیربي زیاته کړې ده چې د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل، له کانگرس څخه غوښتي دي هر څومره ژر چې کیدای شي دغه بودجه تصویب کړي. دا د هغه ۶،۵ میلیارده ډالرو بودجې یوه برخه ده چې پنټاگون یې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د مبارزې له پاره د خپل هیواد له کانگرس څخه غوښتنه کړې ده.

په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پرمختگونو ته په کتو سره، وروسته له هغې چې په ۲۰۱۱ کال کې امریکایې ځواکونه له عراق څخه ووتل د روان کال په دوبي کې د لومړي ځل له پاره ولسمشر بارک اوباما دغه هیواد ته د غیر جنگي ځواکونو استولو پریکړه وکړه. امریکایې چارواکي وایي چې دغه گامونه یې د اسلامي دولت، افراطي ډلې له خوا په دغه هیواد کې د اشغال شویو سیمه د بیرته نیولو او کنترول په موخه پورته کړي دي.

له دریو میاشتو راهیسې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلافي ځواکونو په عراق کې د اسلامي دولت ترورستي ډلې پر مرکزونو ۴۰۰ هوایې بریدونه تر سره کړي دي او په سوریه کې بیا متحده ایالاتو د دغې افراطي ډلې د مورچلو پر وړاندې ۳۰۰ هوایې بریدونه ترسره کړي دي.

په دې توگه د امریکا د کانگرس یو شمیر مشران غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې عراق ته د نوو ځواکونو تر استولو وروسته یوازې په هوایې ځواکونو بسیا نه کیږي. جمهوريت غوښتونکي چې د منځنې دورې په ټاکنو کې یې اکثریت ترلاسه کړی دی، له ولسمشر څخه غوښتي دي چې د اسلامي دولت ډلې په برخه کې دې نوي تگلاره غوره کړي.