اوباما په دویمه مناظره کې ښه وځلید
۱۳۹۱ مهر ۲۶, چهارشنبهدغه مناظره د هوفسترا په پوهنتون کې وشوه. په دې مناظره کې ډیر وخت د امریکا متحده ایالاتو پر کورنیو مسائیلو باندې خبرې وشوې. په مناظره کې ولسمشر اوباما پر میت رامني باندې نیوکې وکړې او د تیرې مناظرې په پرتله ډیر پیاوړی ښکاریده.
دغه تلویزیوني مناظره د امریکايي تلویزیون CNN له خوا په ژوندۍ بڼه خپره شوه. دې تلویزیون ویلي دي چې د هغوی نظر پوښتنه ښيي چې ډیری امریکایان په دې اند دي چې ولسمشر اوباما په دې مناظره کې د خپل جمهوري غوښتونکي نوماند سیال په پرتله ښه ځلیدلی دئ. د دې تلویزیون په خبره د هغوی یوه نظر پوښتنه ښيي چې ۴۷ سلنه امریکایانو په دې مناظره کې ولسمشر اوباما خوښ کړی دئ او ۳۹ سلنه بیا د میت رامني خبرې خوښې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د CBS NEWS انترنتي پاڼې ویلي دي چې د هغوی د نظر پوښتنې له مخې د چهارشنبې د شپې په مناظره کې ۳۷ سلنه امریکایانو ولسمشر اوباما خوښ کړی دئ او ۳۰ سلنه بیا د رامني خبرې خوښې کړې دي.
کارپوهانو هم ویلي دي چې ولسمشر اوباما د تیر ځل په پرتله ډیره ښه مناظره وکړه. پر هغه باندې تر تیرې مناظرې وروسته د کارپوهانو له خوا نیوکې شوې وې چې په مناظره کې ښه نه وو ځلیدلې.
د دیرتموت د کالیج پروفیسوره لیندا فولر، وايي: «زه فکر کوم چې جمهوري غوښتونکي به د رامني مناظرې یو څه نا امیده کړي وي. او دیموکراتان به اوس ډاډه وي چې ولسمشر یو ځل بیا وځلید.»
رامني بیا هم پر اوباما باندې نیوکې وکړې
میت رامني د چهار شنبې د شپې په مناظره کې هم پر اوباما باندې نیوکې وکړې. خوا دا ځل اوباما هم د هغه سخت ځوابونه ورکړل. د تیرې شپې په مناظر کې ډواړو نوماندانو د امریکايي رای ورکوونکو پوښتنې په مستقیم ډول ځواب کړې.
تر ټولو لومړی میت رامني د اوباما پر اقتصادي سیاستونو باندې نیوکې وکړې خو ولسمشر اوباما بیا بیرته پر خپله رامني باندې د دې له کبله نیوکه وکړه چې هغه په چین کې پانگونه کړې ده.
دواړه نوماندان د امریکایانو د پوښتنو د ځوابولو له پاره تالار ته راووتل او په دې ترتیب سره ئې هڅه وکړه چې د امریکایانو رایې وگټي. په هر حال اوباما وشو کولای چې به دې مناظره کې بیرته لاس برتوب پیدا کړي او د مخینۍ مناظرې له کبله رامنځ ته شوی تاوان یو څه له منځه یوسي.