اوباما په ايران کې زور زياتی غندلی دئ
۱۳۸۸ تیر ۳, چهارشنبهاعلان
اوباما په سپينه ماڼۍ کې په ډاگه کړه، امريکه او نړيواله ټولنه په ايران کې د گواښونو، ناوړه چال چلند او نيول کېدنو په هکله سخت اندېښمن او په غصه شويدي.
اوباما د ايران په برخه کې خپل سياست، د هغه هېواد پر وړاندې پرمختگ پورې، کوم چې تر اوسه ناڅرگند پاتې دئ، مربوط وگاڼه.
د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هلري کلنټن په دې باب له خپلو آلماني، فرانسوي او برطانوي ملگرو، فرانک والټر شتين ماير، برنارد کوچنر او داويد ملي باند سره تلفوني صلاح مشورې کړېدي. د دې وزارت ويلي دي، د ايطاليې د تريست په ښار کې به د G8 هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډې ترڅنگ د ايران په هکله هم غونډه کيږي.
فرانسې، فنلنډ او سويډن د ايران سفيران ورغوښتي دي. د دې تر څنگ د ايران څارونکې جرگې د ټاکنو د نتيجو رسمي اعلان پنځه ورځې نور هم ځنډولی. مگر د ټاکنو فسخ کونه يې ناممکنه بللې ده.