اوباما: پر سوريې باندي د بريد پريکړه به کانګرس کوي
۱۳۹۲ شهریور ۹, شنبهداسي ښکاريده چي ډير ژر به پر سوريې باندي پوڅي بريد وسي. خو اوس د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما اعلان وکړ، چي پر سورې باندي د بريد په اړه به د کانګرس څخه اجازه وغواړي. اوباما د شنبې په ورځ د سپيني ماڼې د ګل ګلابو په باغ کي په يوه لنډه وينا کي وويل چي هغه د کانګرس د اجازې پرته هم دغه پريکړه کولا سوای. هغه وويل: «خو موږ باید پر دې باندي بحث وکړو.»
د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما له خپل مرستيال سره یو ځای په دغه لنډه وينا کي پر سوريې باندي د پوځي بريد ټينګار وکړ. هغه وويل چي د امريکا متحده ايالات هر وخت پوځي يرغل ته تيار دي. خو هغه زياته کړه چي وخت اجازه نه ورکوي. هغه وويل چي دغه بريد کيدای سي «سبا، يوه اوونۍ وروسته يا يوه مياشت وروسته» تر سره سي.
اوباما وويل چي د بشارالاسد رژيم په يوويشتمه پيړۍ کي «د کيمياوي وسلو د استعمال د تر ټول ناوړه بريد» جواب ويونکی دئ. هغه وويل چي د بشارالاسد رژيم په زهرجن ګاز سره تر زرو تنو زيات انسانان ووژل چي په هغوی کي ډيری يې کوچنيان ول. «له بشريت سره دغه شان بې احترامي باید بې جوابه پاته نه سي.»
او باما وويل چي د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادره هم له خطر سره مخامخ ده. پر سوريې باندي په بريد کي بايد نه يوازي د زهرجن ګاز د استعمال مخه ونيوله سي، بلکي بايد د کيمياوي وسلو د پراختيا وخه ونيوله سي. اوباما وويل چي «بريد به لنډمهاله وي.» جمهور رئيس يو وار بيا د مځکني ځواک د لېږلو خبره رد کړه.