1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: پاکستان بايد د تروريز په اړه زموږ انديښنې درک کړي

۱۳۹۱ فروردین ۸, سه‌شنبه

بارک اوباما، د پاکستان له لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني سره ولیدل. دا په پاکستان کې د بن لادن تر وژل وروسته په لوړه کچه لومړنۍ لیدنه ده.

https://p.dw.com/p/14SyW
انځور: Reuters

د پاکستان او امریکا مشرانو په جنوبي کوریا کې د اټومي انرژۍ د نړیوالي غونډي په حاشیه کې سره ولیدل. د پاکستان او امریکا اړیکي له هغه وروسته ډیري خرابي شوې چي د ناټو یوې الوتکي د پاکستان په سرحدي سیمه کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي دي چې پاکستان او امریکا باید له یو بل سره تفاهم ولري. هغه زیاته کړې ده چې پاکستان باید د ترورزم په اړه د امریکا اندیښني درک کړي.

د امریکا ولسمشر دا خبره منلې ده چې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې ترینگلې شوې دي. هغه زیاته کړې ده: «زه فکر کوم چې رښتیا بايد ووایو چې په دې وروستیو میاشتو کي زموږ اړیکې ترینگلې شوي وې.»

د اوباما په خبره دا ډیره مهمه ده چې د پاکستان او امریکا تر منځ خبري ریښتني او پر حقیقتونو ولاړي وي.

د پاکستان او امریکا په اړیکو کې خړوالی هغه مهال ډير شو چي اسلام آباد ته نزدې د القاعدي مشر ووژل شو. تر دې پيښي وروسته امریکا پر پاکستان نیوکي وکړې چي په دغه هیواد کې ځیني ډلي د یاغیانو ملاتړ کوي.

د امریکا د هغه وخت لوی درستیز خو ان د پاکستان پر استخباراتي ادارې تور ولګاوه چې د یاغیانو په وسیله ئې په افغانستان کي د امریکا پر وړاندي یوه پټه جگړه پيل کړې ده.

یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې پاکستاني او امریکايي مشرانو د ترهگري پر وړاندي جگړه کې د پاکستان او امریکا د گډي همکارۍ پر سر خبرې کړي دي.

وروسته له هغه چي د ناټو په یوه برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول، پاکستان د ناټو پر اکمالاتي کتارونو باندي خپله پوله وتړله.

اوس د پاکستان پارلمان ویلي دي چې ناټو باید د هغه پېښي په اړه بخښنه وغواړي چې په ترڅ کې پاکستاني سرتیري وژل شوي دي چي دغه هیواد د خپلي د پولي پرانیستلو په اړه فکر وکړي.

آژانسونه: مسعود جهش
کتونکی: نجیب زیارمل