1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: پاکستان او هند بايد خپلې اړيکي بهتره کړي

۱۳۸۹ آبان ۱۶, یکشنبه

اوباما چي د هند په درې ورځني سفر دی پدې اړه ډېر محتاطه ؤ چي د کشمير په هکله داسي خبري ونه کړي چي خپل کوربه هيواد هند ناراضه کړي.

https://p.dw.com/p/Q0vV
انځور: AP

باراک اوباما پر پاکستان او هند دواړو ږغ وکړی چي د خپلمنځي ستونزو د ليري کولو لپاره خبري وکړي. نوموړي هيوادونه په افغانستان کي د متحده ايالتونو د جگړې لپاره ډېر مهم گڼل کيږي.

اوباما د هند په ممبۍ ښار کي د خبرو پر وخت دا هم وويل چي د پاکستان ثبات د هند په گټه هم دی.

« زما هيله دا ده چي د وخت سره د دواړو هيوادونو تر منځ اعتبار زيات سي او دا چي دواړه هيوادونه په لومړي سر کي پر هغو موضوعاتو خبري وکړي چي ډېر جنجالي نه دي.»

اوباما چي د هند په درې ورځني سفر بوخت دی ډېر محتاطه ؤ چي د کشمير په هکله داسي خبري ونه کړي چي خپل کوربه هيواد هند ناراضه کړي.

هند د خپلو کورنيو موضوعاتو په هکله د پردۍ مداخلې په وړاندي ډېر حساسه دی. اوباما دا هڅه هم کوله چي پاکستان په خپلو خبرو خوابدی نه کړي چي د تره گرۍ په وړاندي د امريکا مهمه ملگری دی. د ممبۍ په سانټ کساوير پوهنځۍ کي د وينا پر وخت اوباما وويل:

«زه په بشپړه توگه پدې ډاډه يم چي پاکستان د هندوستان لپاره ډېر مهمه دی. ولي چي يوازي يو باثباته او سمسور پاکستان د هند په گټه دی.»

Flash-Galerie Obama Reise Indien
انځور: AP

پاکستان او هندوستان دواړه هڅي کوي چي په افغانستان کي خپل اثر زيات کړي. پداسي حال کي چي متحده ايالتونو په راتلونکي مېلادي کال کي د افغانستان څخه خپل د عسکرو ايستنه پېلول غواړي اوباما غواړي چي پاکستانی پوځ د هند سره د خپل سرحد پر ځای خپله پوره توجه د افغانستان پر پوله د توندلارو سره و خپلې جگړې ته واړوي.

اوباما زیاته کړه چي پاکستان د ترهگرۍ د سرطان په وړاندي پرمختگ کړی دی خو دغه پرمختگ هغسي چټک ندی لکه چي اړتيا ورته سته.

نوموړي وويل چي د پاکستان په شمال لوېديځو برخو کي چي د افغانستان و پولو ته نژدې پرتې دي اوس هم توندلاري شته دي.

اوباما او د هغه مېرمني ميچل و هند ته د خپل سفر په دويمه ورځ د هندوانو د ديوالي د لمانځنو په ترځ کي د يو شمېر هندي ماشومانو سره رقصونه هم وکړه.

د هغه وروسته اوباما د هيواد و پلازمېني ته ولاړی چيري چي هغه د لومړي وزير من موهن سنگ سره وليدل. د دوشنبې په ورځ به اوباما د ښاغلي من موهن سنگ سره د تجارتي موضوعاتو تر څنگ د پاکستان او افغانستان په هکله هم خبري وکړي.

اوباما به و هند ته د خپل سفر په ترځ کي د هند او امريکا تر منځ د 10 بليونو ډالرو تجارتي تړونونه هم لاسليک کړي.

سټيف کولينسن / احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل