اوباما وروستۍ خونړۍ پېښه يوه سخته تراژيدي بللې ده
۱۳۹۰ اسفند ۲۳, سهشنبهاعلان
د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئیس بارک اوباما د يوه امريکايي سرتیري له خوا په کندهار کي د ۱۶ ملکي افغانانو وژل يوه ډيره سخته تراژيدي بللي ده. اوباما زیاته کړې ده چي دی د پخوا په ډول په افغانستان کي د امريکايي سرتیرو پر کار او خدمت باندي ویاړیږي.
ده وويل چي وروستۍ خونړۍ پېښه له افغانستان څخه د ناټو د قواوو د راوتلو په پلان کي بدلون نه راولي. پر دې خبره باندې د المان صدراعظمې انګيلا ميرکل هم تایید کړی دئ. میرکل اوس د افغانستان په سفر بوخته ده.