اوباما له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پلان اعلان کړ
۱۳۹۴ مهر ۲۳, پنجشنبهله دې سره نو اوباما خپل پخوانی پلان چې له مخې یې د ۲۰۱۶ کال په پای کې په افغانستان د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې امریکایي سرتیري پاتې کیدل، رد کړ. اوباما د امریکا له پخواني ولسمشر جورج بوش، څخه د افغانستان او عراق جګړه په میراث اخیستې وه. هغه ویلي وو چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال به دغه دوه جګړې پای ته ورسوي. په داسې حال کې چې هغه د عراق په برخه کې خپله ژمنه پوره کړه خو د افغانستان په برخه کې هغه خپل پلانونه بدل کړل او په دې ترتیب به د امریکا راتلونکی ولسمشر او یا هم ولسمشره د افغانستان په اړه وروستۍ پریکړه وکړي.
ولسمشر اوباما له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نوی پلان په دغه هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي ماموریت «معتدله خو له معنی ډک» غځیدل وبلل.
اوباما په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې امریکایان په افغانستان کې د جګړې د اوږدیدو په اړه «اندیښمن» دي خو ټینګار یې وکړ چې «هغه په بشپړه توګه قانع شوی دی چې امریکا باید دغه هڅه هم وکړي».
اوباما د خپلې پنجشنبې ورځې په خبرو کې وویل، په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونو د پام وړ پرمختګونه کړي دي، د افغانستان امنیتي وضعیت اوس هم ماتیدونکی دی.
دا چې په ۲۰۱۷ کال کې به په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو شمیر له ۹۸۰۰ څخه په کوم سرعت ۵۵۰۰ ته راکښته کیږي، د دغه هیواد د پوځي جنرالانو سپارښتنو پورې اړه لري.
اوباما وویل: «موږ به په راتلونکې کې هم وضعیت وآرزو او د امریکا متحده ایالاتو راتلونکی ولسمشر به هم همدا کار وکړي.»