1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما غواړي چي په نړۍ کي د امريکا حيثيت ته نوی شکل ورکړي

۱۳۸۷ دی ۲۴, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو منتخب جمهوررييس بارک اوباما د راتلونکي اونۍ د سه شنبې په ورځ د امريکا د مشر په توګه د لوړي مراسم پر ځای کوي.

https://p.dw.com/p/GXdR
د اوباما د انتخاباتي مبارزې شعار «CHANGE» يا بدلون
د اوباما د انتخاباتي مبارزې شعار «CHANGE» يا بدلونانځور: AP Photo

هغه هوډ کړي چي د امريکا بهرنۍ تګ لاري ته له سره شکل ورکړي، خو د هغه مخي ته په دې لاره کي د ننګونو يو اوږد فهرست پروت دی، چي ښايي ډير لږ وکړای سي پر ټولو باندي لاس بری سي.

د نومبر د مياشتي را په دې خوا چي اوباما، د جمهور رييس په توګه ټاکل سوي دی، هغه د خپل ملي امنيت يو شمېر مشاورين او د خپلي کابينې ځيني غړي يې موظف کړي ترڅو د متحده ايالاتو پر بهرني کړه وړه باندي کتنه وکړي او د متحده ايلاتو حيثيت چي د جورج ډبليو بوش د حکومت د پاليسيو سره تاواني سوي دي، بيرته ورغوي. آن دا چي د بوش د حکومت پر ضد د احتمالي بشري حقوقو د سر غړونو په خاطر د قضايي لارو چارو له نيولو څخه هم اوباما خبري کوي:

«موږ لا تراوسه د دې ارزونه کوو چي څنګه د تحقيقاتو، بنديانو او بنديخانو او داسي نورو مسايلو په وړاندي په اقدام لاس پوري کړو. ښکاره ده چي د تيرو وختونو پر کړو وړو به نظر اچوو. زه ګمان نه کوم چي هيڅوک له قانون څخه لوړ وي.»

څارونکي وايي، نوی جمهور رييس سمدلاسه په منځني ختيځ کي د اسراييلو او فلسطينيانوتر منځ د روان کړکيچ سره مخامخ دی. سر بيره پر دې، په عراق او افغانستان کي جګړې او په ايران او جنوبي کوريا کي د اټومي وسلو د جوړولو هلي ځلي، د روسيې بيرته را پورته کيدل او په پاکستان کي بې ثباتي، دا ټول هغه مسايل دي چي د نړۍ د يو ستر ځواک د نوي مشر په توګه اوباما، د خپل رياست په دوره کي بايد لاس او پنجه ورسره نرمه کړي.

اوباما په ننګرهار کي د ګل آغا شيرزي سره
اوباما په ننګرهار کي د ګل آغا شيرزي سرهانځور: AP

د بهرني پاليسي په اړه د انتخاباتي مبارزې په دوره کي د اوباما، ستر شعارونه دا وه چي عراق کي جګړه پاي ته ورسوي او افغانستان ته به نور زيات پوځيان واستوي، چيري چي جګړې تندي سوي او نتايج يي هم ټيټ او تياره ښکاري.

« افغانستان هغه ټاتوبی دی،چي پکښي د تروريزم ضد جګړه پيل سوې او هلته بايد پای ته ورسيږي.»

داسي فکر کيدی چي په عراق کي د امريکايي عسکرو په ډيريدو سره هلته د بغاوتونو د لمن د پراخيدو مخه تري يوې اندازې ونيوله سوه او څه ثبات يي دغه هيواد ته ور په برخه کړل . نو کيدای سي چي دا فورمول د افغانستان له پاره هم کار ورکړي. د دغه فکر پر بنسټ پنتاګون افغانستان ته د څه ناڅه ديرش زرو نورو سرتيرو د استول پلان وړاندي کړ، هغه پلان چي د پوځي ډګر قوماندانانو ورباندي ډير ټينګار درلودی . د متحده ايالاتو لوی درستيز، مايکل مولن د تير ميلادي کال په پای کي د پنتاګون د دغه ارادې اعلان وکړ:

« د 20 تر 30 زرو پوري هغه يو چوکاټ دی چي په پام کي نيول سوی، خو دقيق شمېر يې زما سره هم نه سته». د متحده ايالاتو د يوې ورځپاڼي د يو وروستي رپوټ له مخه اوباما، تصمیم لري د پنتاګون دغه پلان ته شين څراغ ورکړي. د واشنګټن پست ورځپاڼي په خپل رپوټ کي يادونه کړي، «نوې اداره وړاند وينه نه سي کولای چي آيا د نوو پوځيانو استول به د افغانستان د شخړي تګ لاره بدله کړي که نه.»

ښايی اوباما په اروپا کی له خپلو اروپايی ملګرو د افغانستان لپاره د زياتو پوځی او مالی مرستو غوښتنه وړاندی کړی
ښايی اوباما په اروپا کی له خپلو اروپايی ملګرو د افغانستان لپاره د زياتو پوځی او مالی مرستو غوښتنه وړاندی کړیانځور: AP

د واشنګټن پست ورځپاڼه د يو لوړ پوړي امريکايي پوځي چارواکي چي نوم يي نه دي ښودل سوي، له خولي يادونه کوي چي هغه د جورج ډبيلو بوش د واکمنۍ کلونو ته په اشارې سره وويل:« موږ کوم ستراتيژيکي پلان نه لرو او هيڅکله مو هم نه درلود.»

ورځپاڼي زياته کړې چي هغې د خپلي دغي مقالې له پاره د اوباما، د ټيم لوړ پوړو غړو او د بوش د ادارې کسانو سره چي د جمهوري رياست د ليږدولو په وجه يي د خپل نوم له اخيستلو څڅه ډډه کړې ده، مرکي وکړي.

يو متقاعد پوځي چي د افغانستان په هکله له اوږدې مودې را په دي خوا تجربه او اوس د اوباما، له ټيم سره له نژدې اړيکي لري، له خولې ويل سوي چي هغوی يعني د اوباما ټيم به پر ځينو لارو چارو او يوې واحدي ستراتيژۍ باندي موافقه وکړي. خو نوې اداره وايي،د افغانستان په هکله تصميم کي به بيړه ونه کړي. د هغي ادارې د انتقالي دورې يو مشاور واشنګټن پست ته وويل: اوس دې مسألې ته موږ په ډير دقت او ځيرتيا سره کتنه کوو.

د دغي نوي ستراتيژۍ چوکاټ ښايي د اپريل تر مياشتي پوري کله چي په پاريس کي د ناټو د غړو هيوادونو سر مشرايزه دايريږي، روښانه نه سي. په دغه غوڼده کي افغانستان او پاکستان د اجنداء د سر موضوعات دي.

واشګټن پست په خپل رپوت کي وايي: ښايي اوباما په اروپا کي له خپل شهرت څخه په استفادې سره له خپلو اروپايي ملګرو د افغانستان له پاره د زياتو پوځي او مالي مرستو غوښتنه وړاندي کړي.