1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما غواړي خپل پام د القاعده رهبرۍ او افغانستان ته واړوي

۱۳۸۷ خرداد ۱۵, چهارشنبه

دديموکراټانو د جمهوري ریاست کاندید بارک اوباما دمقدماتي انتخاباتو د ګټلو پر وخت وويل ...

https://p.dw.com/p/EDU7
دديموکراټانو د جمهوري ریاست کاندید بارک اوباما
دديموکراټانو د جمهوري ریاست کاندید بارک اوباماانځور: AP

چي اوس ددې وخت رارسیدلی دی ،چه د القاعده رهبرۍ او افغانستان ته پام واړوو . اوس بايد د نړيوالو پام د 21 پيړۍ عمومي خطرو ته راوګرځوو،لکه تروريزم ، اټومي وسلې ، داقليم تغير، غربت ،ټول وژنو او ناروغيو ته .

د امريکايي ټلويزيونو د شميرني پر اساس اوباما د جنوبي داکودا په ايالت کښي پر ماتي سربيره 2118 استازي لري ، هغه څه چه په ګوندي کنګره کښي دکاندیديدو دپاره لازمي استازي دي . بارک اوباما د خپلي ګوندي سيالي هيلاري کلينتن په مقابل کښي د بريالیتوب اعلام کړی دی . هيلاري کلينتن که څه هم په رسمي ډول خپله ماته نده منلې ، ليکن د جمهوري ریاست مرستيالي يې هم رد نکړه .

د جمهوريت غوښتونکو د ګوند کانديد جان ميک کين د يوه مهم مخالف څخه خبري وکړې، او پر اوباما باندي يې سخت انتقادونه وکړه .

د امريکا په متحده ایالاتو کښي د جمهوري ریاست انتخابات په نوامبر کښي تر سره کيږي .