1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: طالبان به هيڅ وخت بيا قدرت ته و نه رسيږي

۱۳۸۹ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما په يوه مرکه کي يو ځل بيا ژمنه وکړه چي القاعدي ته به ماته ورکوي او وويل چي هيڅکله به طالبانو ته اجازه ورنه کړي چی په افغانستان کي بيا قدرت ته ورسيږي

https://p.dw.com/p/Qyz2
د امرِکا متحده اِلاتو ولسمشر بارک اوباما
د امرِکا متحده اِلاتو ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

اوباما دغه خبره له يوي تلويزوني شبکي، FOX News Channel سره پرون په يوه مرکه کي ياده کړه. په دغي مرکي کي له هغه څخه پوښتنه وشوه چي آيا امريکا متحده ايالات به دغه جګړه چي اوس خپل لسم کال ته داخله شوي ده، وګتي؟ اوباما په ځواب کي وويل: « زه دومره ويلاي شم چي القاعدي ته به ماته ورکوو او طالبان به په افغانستان کي بيا قدرت ونه نيسي.»

خو د دغي مرکي له مخي چي د متن ځيني برخي يي مخکي له مخکي خپري شوي دي، اوباما سمدلاسه د خپلو خبرو په دوام کي له احتياط سره وويل: « البته زه سل په سلو کي په يقين سره نه شم ويلاي، خو زه باور لرم چي زمونږ سرتيرو تراوسه پوري ستر حيرانونکي کارونه تر سره کړي دي.»

د متحده ايالاتو ولسمشرد خپلو سرتيرو عملياتو ته په اشاري سره وويل: «هغوي په دفاعي حالت کي نه دي ، بلکه هغوي اوس هجومي وضعيت کي قرار لري. مونږ اوس کار پر دي کوو چي افغان امنيتي ځواکونو ته مسووليت وسپارو.»

په عين وخت کي اوباما په خپلي مرکي کي دي ته هم اشاره وکړه چي له طالبانو سره چي د افغانستان د بغاوت مخکښه ډله ده د خبرو اترو ضرورت ليدل کيږي. هغه وويل: «طالبان لا تراوسه په افغانستان کي د يو اړخ په توګه مطرح دي.»

د ولس د وضعيت په هکله نومي وينا کي اوباما تيره مياشت يو ځل بيا دا خبره تکرار کړه چي د روان ميلادي کال د جولاي په مياشت کي به د خپلو کابو سل زرو سرتيرو د يوي برخي په وتلو پيل وکړي او افغانانو ته به مسووليت وروسپاري.

د متحده ايالاتو لوړ پوړو چارواکو يادونه کړي ده چي د 2011 کال په نيمايي کي به د امريکايي ځواکونو يواځي يوه ډيره کوچني برخه له افغانستان څخه وايستله شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اوني په پيل کي د مونيخ په امنيتي کنفرانس کي وويل چي هغه به د افغانستان نوي هجري لمرايز کال چي د مارچ په 21 پيل کيږي افغان امنيتي حواکونو ته د مسووليت د سپارلو د پيل په نامه اعلان کړي.

اوباما د خپل دوشنبي د ورځي په مرکه کي پر کرزي بيا تينګار وکړ چي د اختلاس او اداري فساد پر ضد مضبوط ګامونه واخلي. هغه وويل چي دا د ناتو تر مشري لاندي د نړيوالو ځواکونو د هڅو لپاره چي د افغانستان د خلکو زړونه لاس ته راوړي او د هغو ملاتړ راخپل کړي، يوه غټه ستونزه ده.

د متحده ايالاتو ولسمشر کرزي ته په اشاري سره يادونه وکړه: « زه باور لرم چي دي په خپل هيواد باندي پام لري او هم د متحده ايالاتو سره د اړيکو پالنه کوي، خو زه دا هم وايم چي دي له سترو ننګونو سره مخامخ دي، دي بايد په اوږده موده کي خپل هيواد وال قانع کړي چي د هغوي لپاره خدمت کوي.»

له اوباما څخه په عراق کي د امريکايي سرتيرو د وتلو او بيا خصوصا د هغو انديښنو په هکله چي ويل کيږي د عراق ستر ځواکمن ګاوندي هيواد ايران دي ته انتظار لري چي د امريکايي سرتيرو له بشپړ وتلو سره به پر دغه د تيلو شتمن هيواد باندي نفوذ پيدا کړي پوښتنه وشوه. اوباما په ځواب کي وويل: «ايران د عراق يو ستر ګاوندي هيواد دي. هغوي به خپلمنځي اړيکي ولري. خو زه باور لرم چجي عراق له خپلي خپلواکي څخه خپله ساتنه کولاي شي او په عين وخت کي به له امريکا متحده ايالاتو سره ټينګي اړيکي ولري.»

په اوسني وخت کي يواځي 50 زره امريکايي سرتيري په عراق کي پاتي دي. هغوي به هم د روان کال تر پايه له دغه هيواد څخه ووځي.

د 2012 کال په پيل کي به د متحده ايالاتو حضور په عراق کي 20 زره ملکي منسوبينو پوري محدود شي چي هغوي به د دغه هيواد په سفارت، قونسلګرويو او د پوليسو د روزني په مرکزونو کي مستقر وي. په دغو شل زرو کي البته د شخصي امنيتي شرکتونو وسلوال پرسونل، مرستنديوه کار کونکي او ديپلوماتان شامل دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري