1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: سوریې ته سرتیري نه استوو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۴, شنبه

ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ وویل چې هغه داسې حالات نه پېشبیني کوي چې امریکا دې ته مجبوره کړي چې سوریې ته سرتیري واستوي. دا په داسې حال کې ده چې اوس واشنگټن د سوریې د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د کارونې امکان څیړي.

https://p.dw.com/p/18SD5
U.S. President Barack Obama speaks as he and Costa Rica's President Laura Chinchilla hold a news conference after their meeting at Casa Amarilla in San Jose, Costa Rica May 3, 2013. REUTERS/Kevin Lamarque (COSTA RICA - Tags: POLITICS)
Barack Obama in Costa Ricaانځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د جمعې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «زه داسې سناریو به مخ کې نه وینم چې له مخې یې موږ سوریې ته د سرتیرو استولو ته اړ شو. سوریې ته د سرتیرو استول نه یوازې د امریکا له پاره یو ښه انتخاب نه دی، بلکې د سوریې له پاره هم ښې پایلې نه شي لرلای.»

دا یوازې ولسمشر اوباما نه دی چې سوریې ته د امریکايي سرتیرو استول د امریکا او سوریې په ضرر بولي. بلکې د سوریې په برخه کې د اوباما د اقداماتو مخالف سناتور جان مکین، هم ویلي دي چې هغه له دې سره موافق نه دی چې امریکا دې سوریې ته سرتیري واستوي. هغه ویلي دي چې سوریې ته د سرتیرو استول ښايي «تر ټولو خراب کار وي چې امریکا متحده ایالات یې اوس تر سره کولای شي.»

ویل کیږي چې د افغانستان او عراق تر اوږدو جگړو وروسته، که امریکا متحده ایالات په سیمه کې یوه بل هیواد ته هم سرتیري واستوي، نو له دې سره به په سیمه کې د امریکا پر ضد احساسات لا پسې ډیر شي.

اوباما دغه خبرې د مرکزي امریکا له مشرانو سره د لیدنې پر مهال په «پورته ریکا» کې کړې دي. کله چې له هغه څخه وپوښتل شو چې که داسې شواهد وموندل شي چې ثابته کړي چې اسد د خپلو خلکو پر وړاندې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی، نو امریکا به په کومو اقداماتو لاس پورې کړي؛ اوباما خپل پخوانی ځواب تکرار کړ او ویې ویل: «دا به لوبه بدله کړي [دا به حالات بدل کړي].»

اوباما یو ځل بیا روښانه کړه چې امریکا لا تر اوسه پورې د سوریې د رژیم مخالفینو ته وسلې نه دي ورکړي. هغه وویل چې له پاڅونکوونکو سره یوازې بشري مرستې کیږي. په سوریې کې له تیرو دوو کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده، چې په ترڅ کې یې له ۷۰۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي.

تر دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، ویلي وو چې هیواد یې اوس د سوریې د رژیم مخالفینو ته د وسلو د ورکولو پر امکان باندې هم غور کوي. امریکا متحده ایالات په سوریې کې پاڅونکوونکو ته د وسلو د ورکولو په اړه شک لري، ځکه دغه هیواد ویریږي چې نه شي د هغوی وسلې د غلطو کسانو لاسونو ته ولویږي. تر دې مخکې د سوریې د پاڅون کوونکو یوې ډلې له القاعدې سره خپله وفاداري اعلان کړې وه.