1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: زه دغه غيرعادلانه برخورد په کلکه غندم

۱۳۸۸ تیر ۳, چهارشنبه

سپينې ماڼې د ماليې، د روغتيايي سياست او ايران په هکله د بارک اوباما د مطبوعاتی کنفرانس اعلان وکړ. خو له لومړي سره ښکاره وه چې د ولسمشر سره يوه موضوع وه، يو پيغام بايد ورسول شی.

https://p.dw.com/p/IY96
انځور: AP/DW

اوباما وغوښتل وروسته له دې چې په وروستيو ورځو کې په ده تور لګيده چې ده ځان شاته کړی دی، په ايران کې د ناکراريو په وړاندی روښانه او له سوءتفاهم پرته دريځ څرګند کړی.

« د امريکې متحد ايالتونه او نړيواله ټولنه په وروستيو تيرو ورځو کې د ګواښونو، ټکولو او نيونو څخه انديښمن او په غوسه دی. زه دغه غيرعادلانه برخورد په کلکه غندم».

اوباما د لاريون کوونکو زړورتيا ته ګوته ونيوله چې د خپلو حقونو د غوږته رسولو لپاره يي هرڅه ازموينې ته وړاندې کړی.

« د ايران پرګنې دفکر اوبيان د آزادۍ او د ټولنو يا راغونډيدو د آزادۍ يو بنسټيز حق لری، که ايران غواړی چې د نړيوالې ټولنې لخوا يي درناوی وشی، نو بايد دغه حق ته درناوی وکړی او د پرګنو غوښتنه پر ځای کړی».

ده روښانه کړه چې د امريکې متحد ايالتونه په عمومی ډول، بيا د سی آی اې استخبارات په ځانګړې توګه، د ناکراريو د پيل په وړاندې مسؤليت لری. ده دغه راز زياته کړه چې د تهران د واکمنو تور لګول يوه زړه ستراتيژی ده چې سړی ګناه يا ملامتی په چا ورواچوی.

پروتستونه د ايران د پرګنو څخه سرچينه اخلی.

ولسمشر اوباما په دې نظر دی چې د ايران د خلکو ستره برخه په دې نظر ده چې ټولټاکنې په سمه توګه نه دی اجرأ شوی. ده په روښانه او واضحه توګه وويل چې د امريکې متحدو ايالتونو په دې باب سوچ هم نه کاوه چې په نيغه دې د ايران په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړی. دلته ددغه هيواد ځمکنۍ خپلواکۍ ته درناوی کيږی.

اوباما ځا يوې نری لارې ته سم کړ او په عين وخت کې يی ښکاره ګواښونو ته اشاره وکړه چې د تهران حکومت په خپل برخورد او دريځ کې د هغه په مطابقت عمل کولای شوای.

« د ايران حکومت بايد وپوهيږی، په دې ډول چې دوی له فکرونو په وړاندې عمل کوی، دوی چې يواځې او له پرګنو څخه دی، نه يواځې د هيواد په راتلونکې اغيز کوی بلکې له نورو هيوادونو سره په اړيکو هم.»

د امريکې متحد ايالتونه لا کوم عمل نه کوی او لا د اوضاع پرمختګ ته څار کوی.

د اوباما د سياسی مخالفينو دغه سختې څرګندونې حوښې شوې. د جمهوری غوښتونکو لخوا د ولسمشرۍ پخوانی کانديد جان ميک کين وايي.

«زه فکر کوم څه شی چې ولسمشر وويل ډير مهم وو او زه يي درناوی کوم.»

خو د دغه سياستوال لپاره د اوباما دريځ لا کافی نه دی. ده غوښتنه درلوده چې د امريکې متحدو ايالتونو بايد د اوپوزيسيون ملاتړ کړی وای او د ايران په وړان دې د ملګرو ملتونو تعزيراتو ته يي سختوالی بښلی وای.

سهيلاحضرت نظيمی

کتونکی: يحيی وردک