اوباما د ۳۵ روسي ديپلوماتانو د اخراج لارښوونه کړې
۱۳۹۵ دی ۱۰, جمعهامريکا متحدو ايالاتو تر دې مخکي اعلان کړی وو چي روسي هکرانو د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کي مداخله کړې او د امریکا د ديموکراتانو گوند د ايميلونو په هک کولو سره ئې انتخابات اغېزمن کړي.
د اوباما په خبره امریکا د روسيې پر وړاندي نور تدابير هم په پام کي لري چي اوس ئې د بربنډېدو وخت نه دئ.
د امريکا متحدو ايالاتو حکومت په دغه هيواد کي د دوو روسي نهادونو د تړلو لارښوونه هم کړې ده.
اوباما اعلان کړی دئ چي د حکومت چارواکي به ئې ډېر ژر د دغو اقداماتو په اړه يو بشپړ رپوټ کانگرس ته وړاندي کړي. ويل سوي دي چي په ياد راپور کي د روسيې د مخربو تلاښوونو په اړه مشخص جزئيات ورکړل سوي دي.
اوباما دغه تدابير پر روسيې باندي د بنديزونو په چوکاټ کي بللي او اعلان ئې کړی دئ چي سپينه ماڼۍ له هغه وروسته غبرگون ښيي چي په وارو وار ئې د روسيې حکومت ته د «سايبري يرغلونو» په اړه خبر تر غوږو ور تېر کړی وو.
د امريکا نوي انتخاب سوي ولسمشر دونالد ترمپ بيا د خپل گوند د نورو سياستوالو خلاف د امریکا په انتخاباتو کي د روسيې د مداخلې په اړه شک ښوولی. د سياسي چارو کارپوهانو په خبره، ترمپ کولای سي چي د خپلي کاري دورې په پيل سره پر روسيې باندي د امريکا بنديزونو لغو کړي.
نور مطالب: