اوباما د کانګريس څخه د نورو 83,4 ملياردو ډالرو غوښتنه کړې ده
۱۳۸۸ فروردین ۲۱, جمعهد اوباما په دغه ليک کې راغلي دي چې د افغانستان او پاکستان امنيتي وضيعت «بېړنۍ پاملرنې ته اړتيا لري.» توندلاري طالبان پرمختگونه کوي او د القاعده تروريستي شبکه د افغانستان او پاکستان د گډې پولې په اوږدو کې پټه ده او له هغه ځايه امريکې ته گواښ پېښوي. اوباما وړاندې ليکلي دي چې پر عادي بودجې سربېره دغه اضافي پيسې به د نظامي، ديپلوماتيکو او استخباراتي هلو ځلو دپاره ولگول شي.
نوموړي په عراق او افغانستان کې د روانو نظامي ماموريتونو لگښتونه د 2010 کال دپاره راپه گوته کړي وو، چې راتلونکی مالي کال د اکتوبر په مياشت کې شروع کيږي، او نه يې غوښتل چې د اضافي پيسې عريضه ورکړي. خو سپينې ماڼۍ اوس اعلام کړی دی چې دغه پيسو ته بېړنۍ اړتيا شته. دې ته انتظار نه شي ايستل کېدی تر څو د راتلونکي کال بودجه تياره او په اختيار کې ورکړل شي. د امريکا د متحده آيالتونو د ولسمشر وياند رابرت گيبس زياته کړه چې د زياتو پيسو دغه غوښتنه به په خپل ډول کې بيا نه تکراريږي.
اوباما وويل چې پنځه نوي په سلو کې اضافه پيسې به په عراق او افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د ماموريتونو دپاره ولگول شي. پاتې برخه به په بېلابېلو ساحاتو کې مصرفيږي. پاکستان به تقريبا څلور سوه مليونه ډالره تر لاسه کړي تر څو د اسلامي پاڅون کوونکو په وړاندې مبارزه وکړي. د فلسطنيانو خپلواکې ادارې دپاره او د غزې په تړانگه کې د بشري مرستو په برخه کې تقريبا اته سوه مليونه ډالره په نظر کې نيول شوي دي. عين مقدار پيسې د ملگرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د ملاتړ په ساحه کې ټاکل شوې دي او د متحده آيالتونو او مکسيکو د گډې پولې په اوږدو کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې دپاره درې نيم سوه مليونه ډالره تعيين شوي دي.
تېره مياشت اوباما اعلام کړی و چې ډېرۍ امريکايي ځواکونه به د 2010 کال د اگست نه وروسته له عراق څخه وايستل شي. له اوس 142.000 عسکرو څخه به يوازې دېرش تر پنځوس زرو پورې سرتېري تر 2011 کاله پورې په عراق کې پاتې شي. د دې پر ځای به افغانستان ته نور 21.000 امريکايي عسکر واستول شي.
AFPD/ محمد نسيم صابر
کتونکی. زيارمل