1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د پلان سره سم به د افغانستان څخه په وتلو پيل وکړو

۱۳۸۹ تیر ۷, دوشنبه

د کاناډا د تورتنو په ښارکي د شلو هيوادونو په سرمشريزه کي د امريکا جمهوررئيس يوار بيا د افغانستان په اړه د خپل پلان د عملي کولو ټنگار وکړئ.

https://p.dw.com/p/O4k4
اوباما په کاناډا کي د شلو هيوادونو په غونډه کي بغل ته يې د کاناډا لومړی وزير هارپر او شاته يې د جرمني لومړۍ وزير مېرمن انگيلا ميرکل
اوباما په کاناډا کي د شلو هيوادونو په غونډه کي بغل ته يې د کاناډا لومړی وزير هارپر او شاته يې د جرمني لومړۍ وزير مېرمن انگيلا ميرکلانځور: AP

د امريکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د شلو هیوادونو د ډلي په غونډه کي يوار بیا داخبره جوته کړې چي امریکایان به دپخواني پلان سره سم د افغانستان څخه د خپلو عسکرو دايستلو پلان عملي کړي.

بارک اوباما دغه خبره د کاناډا په تورنتو ښارکي د شلو هيوادونو د سرمشريزي په پای کي په يوه کنفرانس کښي وکړه.

اوباما داخبره هم کړې چي د 2011 میلادي کال د جولای د میاشتي څخه وروسته کله چي د افغانستان څخه د امریکايي عسکرو په ايستلو پيل کیږی، په دې مانا به نه وي چي امریکایان به د افغانستان د مسئلې سره نور څه نلري.

اوباما وايي چي د2011 ميلادي کال د جولای د میاشتي څخه وروسته به هم د امریکا متحده ایالات د افغانستان سره خپلوو مرستو ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړې دامسئله چي افغانستان بيا دترهګرو ځاله ونګرځي د امریکایانودملي بنیادي دلچسپیو سره تړاو لري.

AG/ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل