1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د وسلو پر خرڅلاو باندې د لا ښه کنترول غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15epm

په متحده ایالاتو کې په یوې سینما کې د وژنو تر پېښي وروسته د دغه هیواد جمهور رئیس بارک اوباما، په کلورادو کې د وسلو د پلورلو د لا ښه کنترول په اړه خبرې وکړې.

اوباما په نیو ارلینس، کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې دی به په کانګرس کې هم د تشدد د پېښو د کمیدو په اړه خپل سخت دریځ څرګند کړي. اوباما زیاته کړه چې که څه هم په اساسي قانون کې راغلي دي چې د دغه هیواد هر غړی کولای سي چې یوه وسله ولري، خو دا په دې معنی نه ده چې دغه وسله دې د جنایتکارانو لاسونو ته ولویږي.

د تیرې جمعې په ورځ د متحده ایالاتو د دینور د ښار په اوروره کې یوه امریکایي محصل په یوې سینما کې د بتمن د فلم د نندارې پر مهال ۱۲ کسان ووژل.