1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د عراق جګړه ختمه کړه

۱۳۹۰ مهر ۳۰, شنبه

د تيرو نهو کالو راهيسي امريکايي عسکر په عراق کي دي. اوس ولسمشر باراک اوباما د عراق څخه د ټولو امريکايي عسکرو د وتلو حکم ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/12wrb
اوباما ولسمشرۍ ته د خپل کمپاین پر وخت له عراق څخه د سرتیرو د ښکلو ژمنه کړې ؤ
اوباما ولسمشرۍ ته د خپل کمپاین پر وخت له عراق څخه د سرتیرو د ښکلو ژمنه کړې ؤانځور: AP

د متحده ايالتونو ولسمشر باراک اوباما ځان د سولې د ولسمشر په توګه لمانځي. پدې ترځ کي اوباما د وخت څخه تر مخه د عراق څخه د ټولو امريکايي عسکرو د وتلو حکم ورکړی دی. د يو شمېر کتونکو په آند ښايي دغه وخت له مخي اقدام د ټيکاؤ او ثبات څخه ليري هيواد عراق لره ډيري جدي پايلي ولري.

بارک اوباما آن هغه وخت چې په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا په سنا کې سناتور ؤ د عراق جګړه «احمقانه» بللې وه. اوس چې دې د امریکا د ولسمشر په توګه په سپینې ماڼۍ کې دی د عراق د جګړې د ختمولو په موخه یو پر بل پسې کوټلې ګامونه اخلي.

د جمعې په ورځ «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتی ۲۱» ولسمشر باراک اوباما په واشنګټن کي د عراق «احمقانه» جګړه ختمه اعلان کړه. اوباما وويل چي د نوي مېلادي کال پوري به ټول امريکايي عسکر د عراق څخه وايستل سي. پدې توګه سره باراک اوباما خپله هغه ژمنه پوره کړه چي د ولسمشرۍ لپاره د کانديد په توګه يې کړې وه.
 
دا چي تر د ۲۰۱۱ مېلادي کال تر پايه پوري به امريکايي عسکر د عراق څخه وزي د ولسمشر بوش په وخت کي لا پلان سوې او د اوباما د ولسمشرۍ پر وخت تائيد سوې وه.
 
نوې خبره دا ده چي امريکايي عسکر به په بشپړه توګه د عراق څخه وزي او هلته به هيڅ امريکايي عسکر نه پاتي کيږي. دا پداسي حال کي ده چي امريکا غوښتل چې خپل لس زره عسکر د انخلا وروسته هم په عراق کي پريږدي تر څو د عراقي ځواکونو روزنه وکړي. اوس په عراق کي د امريکا څلوېښت زره عسکر ځای پر ځای دي.

خو په عراق کي د امريکايي عسکرو د پاته کيدو لپاره امريکا دا شرط ايښی ؤ چي د عراقۍ محکمې به امريکايي عسکر نه محاکمه کوي. امريکا غوښتل چي د عراق حکومت و امريکايي عسکرو ته د ډپلوماتو په څېر استثنايي حيثيت ورکړي. خو د عراق حکومت تر آخره پوري د دغې غوښتني د منلو څخه انکار کاوه.

د واشنګټن پوسټ نومي امريکايي ورځپاڼي د راپور په وينا اوس به په عراق کي د لسو زرو امريکايي عسکرو پر ځای صرف يو نيم سل عسکر پاته کيږي. ولسمشر باراک اوباما ويلي دي چي د دې وروسته به حالاتو ته وکتل سي چی «امريکا څنګه د عراقي عسکرو په روزنه کي مرسته کولای سي.» پدې ترتیب سره اوباما د امريکا لپاره په عراق کي بيا هم د شا يو وړه دروازه پرانستې پرې ايښې ده.

دا چي د امريکايي عسکرو د وتلو وروسته به رامنځ ته سوې د واک خلا څنګه ډکيږي، نده څرګنده. المانۍ ورځپاڼه ډېر شپيګل پر خپله انټرنټي پاڼه ليکي چي که د امريکايي عسکرو وروسته عراق نور هم پسي د ثبات څخه ليري او د ګډوډۍ سره مخامخ سو نو امريکا به نه يوازي دا چي يوه «احمقانه جګړه» رامنځ ته کړې بلکه هغه به يې بايللې هم وي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم