1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما، له اروپایي مشرانو سره خبرې کړي دي

DW (AP, AFP, dpa, Reuters)/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۲۵, شنبه

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د یو شمیر اروپایي مشرانو سره غږیدلی دی، تر څو د سوریې پاڅون کوونکو ته د وسلو د ورکولو خپل تصمیم روښانه کړي. آلمان د سوریې اپوزیسیون ته د وسلو د ورکولو خبره رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/18qRp
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون څوارلسمه) د اروپایي ټولنې د G-8 ګروپ د مشرانو سره د یوه ساعت ویدیوي کنفرانس له لارې د سوریې پاڅون کوونکو ته د متحده ایالاتو له لوري د وسلو د ورکولو د موضوع په اړه خبرې اترې کړي دي.

د آلمان د حکومت ویاند په دغه ویدیويي کنفرانس کې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل ګډون تایید کړی دی. دغه ویاند زیاته کړې ده چې د سوریې د کړکیچ سربیره دغه مشران په لیبیا کې د وضعیت او په یو شمیر نورو موضوعاتو باندې چې د جې اته، په اجندا کې شامل دي هم غږیدلي دي. د جې اته سرمشریزه به د دوشنبې او سه شنبې په ورځو په شمالي آیرلنډ کې تر سره شي. د دغه سرمشریزي کوربه توب د بریتانیې پر غاړه دی.

د بریتانیې د لومړي وزیر دیوید کامرون له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې مشرانو د سوریې د وضعیت او په دې اړه خبرې کړي دي چې څرنګه د جې اته هیوادونه شخړې ته د پای د ټکي د ایښودو له پاره د واک د سیاسي لیږد د ګډ کار په اړه توافق ته ورسیږي.

د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند، ویاند دغه خبرې اترې د جې اته، د اجند او په ځانګړې توګه د سوریې په اړه مهمې بللې دي.

د ایټالیې لومړي وزیر اینریکو لیتا، هم په دغه ویدیویي کنفرانس کې ګډون درلود، خو د هغه له لوري په دې اړه کومه تبصره نه ده شوې.

د بارک اوباما ادارې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د پلوي ځواکونو له لوري د سوریې په کړکیچ کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د شواهدو د موندلو وروسته، د سوریې پاڅون کوونکو ته د وسلو د ورکولو خبره کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیري سوزان رایس، د دغه سازمان عمومي منشي بانکي مون ته په یوه خط کې لیکلي دي چې شواهد ښيي چې د سارن په نوم له زهرجن ګاز څخه د مارچ او اپریل په میاشتو کې په دوو جلا جلا پیښو کې استفاده شوې ده. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ویلي ول، چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو څخه استفاده به له سرې کرښې څخه د تیریدو په معنا وي.

مسکو قانع نه دی

روسیه د ممکنه کیمیاوي وسلو د استعمال د استخباراتي شواهدو په اړه شک او تردید لري. د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د خارجي پالیسۍ لوړپوړي سلاکار یوري اوشاکوف، خبرداری ورکړی دی چې متحده ایالات د ۲۰۰۳م کال څخه تر مخه پر عراق باندې د برید د تیروتنې د تکرارخطر په ځان مني چې د غلطو استخباراتي معلوماتو له مخې یې دغه یرغل توجیح کړی وو.

آلمان سوریې ته وسلې نه لیږي

په عین وخت کې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت متحده ایالات په دې تورن کړي چې د غلطو معلوماتو پر اساس د سوریې د پاڅونکوونکو مسلح کول توجیح کول غواړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله د جمعې په ورځ ویلي دي چې پر دغه موضوع د آلمان په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی. ویسترویله د آلمان پارلمان یا بوندستاګ ته وویل: «آلمان به په خپله سوریې ته هیڅ رنګه وسلې و نه لیږدوي.»