1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د سعودي له نوي پاچا سره وکتل

ap,afp۱۳۹۳ بهمن ۸, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د سعودي عربستان له نوي پاچا سره په کتنه کې د دې هیواد د پخواني پاچا د مړیني له کبله خواشینې څرگنده کړې ده. سعودي عربستان په سیمه کې د امریکا نزدي ستراتیژیک ملگری بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/1ERw4
انځور: Reuters/J. Bourg

ولسمشر اوباما د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان پلازمېنه، ریاض ته ورسید. له هغه سره په دې سفر کې یو شمیر اوسني او پخواني امریکایي چارواکي هم مل ول، څو د عربستان د پخواني پاچا عبدالله، د مړیني له کبله خواشیني څرگنده کړي. اوباما په عین حال کې د عربستان له نوي پاچا سلمان سره هم خبري اتري لرلې.

له اوباما سره په دې سفر کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، یو شمیر پیاوړي سناتوران، د امریکا د مرکزي استخباراتي سازمان (CIA) مشر او یو شمیر پخواني د بهرنیو چارو وزیران مل ول. په هوایي ډگر کې پخپله پاچا سلمان د ولسمشر اوباما هرکلي ته ور وتلی وو.

اوباما د سعودي عربستان له نوي پاچا سره نزدې یو ساعت خبري اتري وکړې. دواړو مشرانو د امنیتي مسائیلو، لکه په عراق کې قبیله وي اختلافونه، د اسلامي حکومت پر ضد جگړه، د یمن وضعیت او د سوریې د اپوزیسیون د ملاتړ پر سر خبري اتري وکړې.

د سوریې وضعیت ډیر وخت د امریکا متحدو ایالاتو او سعودي عربستان په اړیکو کې ستونزي رامنځ ته کړي دي. سعودي هم د ډیرو نورو هیوادونو په شان غواړي چې بشارالاسد له واکه گوښه شي نو له دې کبله له امریکا متحدو ایالاتو څخه د هغه پر وړاندي د لا سخت دريځ د غوره کولو او د پاڅونکوونکو د لا ډیر ملاتړ غوښتنه کوي.

اوباما تر دې دمخه په هندوستان کې وو. هغه ریاض ته د تلو په موخه خپل د هند سفر لنډ کړ. اوباما ریاض ته تر تلو دمخه د بشري حقونو په اړه پر اندیښنو سربیره له سعودي عربستان سره د امریکا د همکاریو ملاتړ وکړ.

هغه د CNN یوه خبریال ته وویل چې ښه لاره به دا وي چې پر سعودي عربستان باندي په تدریجي ډول د بشري حقونو له کبله فشارونه ډیر شي او په عین حال کې دواړه هیوادونه خپل گډ کار ته دوام ورکړي.

ولسمشر وویل: «ځیني وختونه داسي راځي چې سړی باید د بشري حقونو په اړه د خبرو د اړتیا او د ترهگرۍ پر ضد فعالیتونو او سیمه ییز ثبات په اړه اندیښنو تر منځ انډول وساتو. »

اوباما په عین حال کې زیاته کړې وه چې په سعودي عربستان کې به د بشري حقونو په اړه د امریکا متحدو ایالاتو اندیښنې د دې هیواد له چارواکو سره شریکي کړي. یوه چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې اوباما له پاچا سلمان سره د خبرو پر مهال د بشري حقونو موضوع هم یاده کړې ده.