اوباما د دویم ځل له پاره د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو
۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبهاعلان
امریکايي خبري شبکو بارک اوباما د امریکا متحده ایالاتو د ټاکنو ګتونکی اعلان کړی دی. له دې سره نو هغه د جموري غوښتونکو د گوند کانديد میت رامني ته ماته ورکړه او د دویم ځل له پاره د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د رسنیو په حواله ولسمشر اوباما د اوهایو په کليدي ایالت کې ټاکني ګټلي دي او په دې ترتیب سره يې د امریکا د جمهور رئيس کیدو له پاره کافي ۲۷۰ رایې پوره کړي دي. اوس به نو هغه د څلورو نورو کلونو له پاره هم په سپینه ماڼۍ کې پاته شي.
رسنیو همداراز ویلي دي چې جمهوري غوښتونکي به د امریکا د استازو په مجلس کې خپل اکثریت وساتي. دا په داسي حال کې ده چې د رسنیو په خبره ديموکراتان به هم په سنا کې اکثریت ولري.