اوباما د دویمې مناظرې گټونکی شو
۱۳۹۱ مهر ۲۶, چهارشنبهاعلان
د امریکا ولسمشرۍ ته نوماندانو د چهارشنبې په شپه د دویم ځل له پاره تلویزیوني مناظره وکړه. که څه هم په مخکینۍ مناظره کې اوباما د خپل سیال رامني په پرتله ښه نه وو ځلیدلی خو نظر پوښتنې ښيي چې هغه د تیرې شپې مناظره گټلې ده.
دغه مناظره د هوفسترا په پوهنتون کې وشوه. په دې مناظره کې ډیر وخت د امریکا متحده ایالاتو پر کورنیو مسائیلو باندې خبرې وشوې. په مناظره کې ولسمشر اوباما پر میت رامني باندې نیوکې وکړې او د تیرې مناظرې په پرتله ډیر پیاوړی ښکاریده.