اوباما د دوهمي دورې له پاره لوړه وکړه
۱۳۹۱ بهمن ۳, سهشنبهاعلان
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما د جمهوري رياست خپله دوهمه دوره په ډیري ګرمي بیانیې سره شروع کړه. په واشنګټن کښي د کانګرس په مخکي د قسم اخیستلو تر مراسمو وروسته اوباما د امريکايانو څخه د یووالي او همکاری غوښتنه وکړه، چي د راتلونکو کلو د چلنجو سره په ګډه مبارزه وسي. جمهوررئيس دیوه سلسله سختو تصمیمو د نیولو اعلان هم وکړ، تر څو دولتي پوروړيتوب او روغتيايي مصارف راکم سي. پر دې سربیره اوباما د اقليم د بدلون او مځکي د تودیدو پر ضد مبارزه اعلان کړه. په غیر عادي الفاظو سره اوباما د همجنسبازانو له پاره د مساوي حقوقو غوښتنه هم وکړه.