1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د داعش پرضد د پرمختگ خبره کړې

ape, rtr/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ فروردین ۲۶, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د عراق له لومړي وزیر حیدر العبادي سره د«اسلامي دولت» ډلې پر ضد د لا زیاتو مرستو ژمنه وکړه. خو اوباما د عراق په کړکېچ کې د ایران مخ پر ډیریدونکي نفوذ اندېښمن کړی دی.

https://p.dw.com/p/1F8h5
انځور: AFP/Getty Images/Mandel Ngan

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په عراق کې د «اسلامي دولت» ډلې له قربانیانو سره د آضافي بشري مرستو ژمنه کړې ده. اوباما په واشنگټن کې د عراق له لومړي وزیر حیدر العبادي سره د لیدني کتنې پر مهال د دغو مرستو یادونه وکړه.

دغه امریکایې مرستي چې دوه میلیونه امریکایې ډالره کیږي د نورو ترڅنگ د «اسلامي دولت» ډلي له خوا له عراقي سیمو څخه شړل شوو او بې کوره شوو کورنیو ته په پام کې نیول شوي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد د جدي پرمختگ خبره وکړه. دغي ډلي تیر کال د عراق ډیري سیمې تر خپل کنترول لاندي راوستلې. اوباما وویل له اوو میاشتو راهیسي يا له هغه وخت راهيسي چې العبادي قدرت ته رسېدلی دی د عراق پوځ په ښه ډول مجهز او ښې پوځي روزني کړي دي.

د عراق لومړي وزیر په بشپړ ډول د «اسلامي دولت» ډلي د ختمولو له پاره د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب ائتلاف، د هوایې عملیاتو او د پوځي تجهیزاتو د مرستي پر دوام ټینگار وکړ.

د ایران رول

د دې خبري په پام کې نیولو سره چې ویل کیږي ایران په عراق کې د شعیه ډلو ملاتړ کوي، اوباما له ایران څخه وغوښتل چې د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد جگړه کوونکي ټولي ډلې او ځواکونه باید د بغداد حکومت له لارښووني سره سم عمل وکړي. اوباما غواړي چې ایران د یوه ښه گاونډي په توگه له عراق سره نیک مناسبات ولري او د عراق حاکمیت ته درناوي وشي.

العبادي د تیرکال له سپتمبر میاشتې راهیسې په عراق کې د ملي وحدت حکومت مشري کوي. هغه باید په عراق کې د شعیه گانو، سنیانو او کردانو تر منځ د کړکېچن وضعیت د سمولو کوښښ وکړي. امریکا متحد ایالات، په سوريې او عراق کې د «اسلامي دولت ډلي» د پرمختگ او غښتلتيا پړه پر پخواني لومړي وزیر نوري المالکي اچوي.

اوباما په دې اند دی چې العبادي تر اوسه پوري خپله هغه ژمنه پوره کړې ده چې د عراق ولس به سره متحد کوي. د عراق د لومړي وزیر له پاره دا لومړی وار وو چې په سپينه ماڼۍ کې له اوباما سره ویني.