اوباما د جنوبي کوريا دسرمشريزي څخه په خالي لاسو راووتی
۱۳۸۹ آبان ۲۲, شنبهنيويارک ټايمز کاږي ، چه «اوباما خپل محبوبيت د لاسه ورکی» ، Fox News کښلي دي ، چه ده لکه د يوه ښه هنرمند ستوري غوندي موقف د لاسه ورکی ، او CBS يې داسي وايي ،
«اوباما د جنوبي کوريا څخه په خالي لاسو راووتی . »
امريکايي رسنيو د هري خوا د اوباما سره د مقاومت تشخيص کړی دی ، او د ټولو مهمو سياسي او تجارتي انډيوالانو سره يې په جنوبي کوريا کښي د نظر اختلافات موجود وه .
پداسي حال کښي چه بارک اوباماپه امريکا کښي تر انتخاباتي ماتي وروسته آسيا ته راغلی ؤ ، تر څو په خارجي سياست کښي قوت وښيي ، تجارت ته رونق ورکي ، په امريکا کښي د کارځايو د پيداکولو او د امريکا د حکومت د مالي سياسي طرحي دپاره ملاتړ پلاس راوړي ، اومخکي تر دې چه ددولتي پورو او قرضو د کمولو په فکر کښي سي ، څنګه اقتصاد ته په ښه ډول وده ورکول سي .
اوباما په داخلي سياست کښي ډير تر فشار لاندي دی : د څو ورځو دمخه انتخاباتوکښي د رايو ورکونکو دپاره مهمه موضوع اقتصادي وضع ، او د کارځايو پيدا کول وه ، چه اوس په جنوبي کوريا کښي بايد جمهور رييس په دغه لار کښي يو څه کړي وای . خو واشنګټن پوست کاږي ،چه ګمان کوي ، د امريکاهيڅ يوه بين امللي انډيوال ددې سره علاقه مندي نه درلوده ، چه اوباماراپورته ، او يا دده سره زړه سوی وښيي .
ددې په عوض جمهور رييس په دفاعي حالت کښي ؤ : د جنوبي کوريا سره مهم تجارتي قراراداد امضأ نسو ، د G20 په سرمشريزه کښي د امريکا د مالي سياست دپاره هيڅ ملاتړ نه ؤ موجود ، چينايان په پولي مسايلو کښي ټينګ پاته سول .
امريکايي رسنۍ دا نتيجه ورکوي ، چه اوباما په امريکا کښي تر داخلي ماتي وروسته اوس په بين امللي سويه هم ضعيفه سوی دی .
خو اوباما په سيول کښي ددغه ظرز نظر سره مخالفت وکی ، او هغه يې درست ونه بلل ، دی وايي ،
« ښه داده چه يو څه انتظار وايستل سي ، تو څو د ټولو خواوو په ګټه يو حالت رامنځته سي . د امريکا د اقتصادي اومالي مسايلو د طرحو سره مخالفت د امريکاد کمزورۍ په معنی نده . »
دی بيا وايي ،
موږ پدې خاطر د مقاومت سره مخامخ سولو ، چه موږ قوت ښکاره او نظريات مو وړاندي کړل ، خو د هغه په مقابل کي بل الترناتيف هم نه ؤ »
ددې پوښتني په جواب کښي چه آيا په امريکا کښي انتخاباتي ماتي به دی په خارجي سياست کښي هم کمزوري کړی وي ، اوباما به نه سره جواب ورکی .
که اوباما دا فکر کړی وي ، چه په دغه سفر کښي به داخلي سياسي فشار يو څه راکم کي ، او خپل پرستيژ يو څه بيرته لوړ کي ، نو اساسأ يې دغه هدف تر لاسه نسو .
مويلر/ محمد قاسم نوري
کتونکی : احمد ولي اڅکزی