1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د ترور پر ضد له بې ځایه احساساتو څخه خبرداری ورکړ

۱۳۹۴ دی ۲۳, چهارشنبه

بارک اوباما د اسلام په نامه ترهگري د بشري تمدن له پاره یو ستر خطر وگاڼه چې باید مخه یې ونیوله شي. خو هغه د تروریستي خطرونو په هکله په قضاوت کولو سره د بې ځایه احساساتو پر وړاندی خبرداری ورکړ.

https://p.dw.com/p/1HcHl
انځور: picture-alliance/dpa/E. Vucci

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ولس د وضعیت په هکله په خپله وروستۍ کلنې وینا کې وویل چې په دې کې هیڅ شک نه شته چې تروریزم لویدیځې نړۍ ته یو ستر خطر دی، خو تروریستان «زموږ ملي شتون» نه شي گواښولای.

اوباما ترورویستي خطرونو ته په اشارې سره وویل: «مبالغوي یادوني چې گواکې دا دریمه نړیواله جگړه ده» په حقیقت کې د افراطيانو په ژرنده کې د اوبو تویلو په معنی ده: «دا هغه تاریخ دی چې اسلامي دولت نومې ډله یې غواړي پر موږ تحمیل کړي.»

هغه د خپلي وینا په دوام کې یادونه وکړه چې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب د نړ ۍ د څه د پاسه ۶۰ هیوادونو ائتلاف تراوسه پوري د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» پر ضد څه د پاسه ۱۰ زره هوايي بریدونه کړي دي. اوباما وویل چې نه نړۍ او نه هم امریکا د ترهگرۍ پر ضد لاس تر زنې ناست دي: «څوک چې فکر کوي چې د عدالت د تأمین له پاره امریکا متحد ایالات او یا زه شخصاً د مکلفیت احساس نه کوم، هغه دې له اوسامه بن لادن څخه پوښتنه وکړي.» اسامه بن لادن د القاعدې د تروریستی شبکې مشر وو چې په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا متحدو ایالاتو د ځانگړي ځواک له خوا په پاکستان کې ووژل شوو.

په دې یادوني سره اوباما د دې انگیرني مخالفت وکړ چې گواکې امریکا د نړۍ یو پولیسي نقش لري: «دا هغه یو درس دې چې د ویتنام او عراق جگړو موږ ته راکړی دی. هیله ده چې موږ له دې درس څخه عبرت اخیستی وي.»

گوانتانامو باید وتړل شي

اوباما یووار بیا پرخپلې هغي ارادې ټینگار وکړ چې غواړي د گوانتانامو شخړیز زندان وتړي. هغه وویل: «دا گران تمام شوی او غیر ضروري دی او دا یوازي د نوو کسانو د جلبولو د تبلیغاتو له پاره زموږ د دښمنانانو د گټو په خدمت کی دی.»

خو هغه په دی هکله مشخص معلومات وړاندي نه کړل چې څرنگه غواړي دغه زندان وتړي، ځکه د امریکا د ولسشمرۍ د ۲۰۱۶م کال په انتخاباتو کې دا کار ډير ستونزمن دی: جمهوري غوښتونکي د گوانتانامو زندان د تړلو له پاره هیڅ لیوالتیا نه لري.

دغه زندان د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر پر ۱۱مه پر امریکا متحدو ایالاتو باندي تر تروریستي بریدونو وروسته په کیوبا کې د امریکا په پوځي اډه کې جوړ شوو، څو مشکوک تروریستان بې له دې چې هغوی د جنگي بندیانو حیثیت ولري، وساتل شي. په تیرو اونیو کې یو شمیر نور بندیان له دغه زندان څخه آزاد شول. اوس په گوانتانامو کې ۱۰۰ کسان بندیان دي.

د اقتصاد زوال یو «خوب او خیال» دی

د امریکا متحدو ایالاتو د اقتصاد په اړه اوباما په دې نظر دی چې د هغه د هیواد اقتصاد په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی دی. هغه وویل چې د بیکاریو شمیر له ۱۹۹۰مي لسیزي راهيسي ډير زیات راکښته شوی دی، د موټرو صنعت په خپل تاریخ کې سږکال تر ټولو غوره کال تجربه کړ.

د جمهوري غوښتونکو گوند د ولسمشرۍ د داوطلبانو ویناوو ته په کتو سره چې وخت په وخت د امریکا د اقتصاد د زوال خبره کوي او توره تیاره یې ښکاره کوي، اوباما وویل: «څوک چې فکر کوي چې د امریکا اقتصاد د زوال په حال کی دي، هغه په خوب او خیال کې ډوب دی.»