1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د اسلامي نړۍ سره اړيکي بايد د متقابل درنښت پر نبسټ و پالل سي

۱۳۸۸ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

د امریکا جمهوررييس د ترکيې پارلمان ته په وينا کي ويلي چي ترکيه د لويديځو هیوادونو دیوه ملګري هیواد په توګه دنړيوالو پرابلمونود حل په لاره کي څومره مهم او قاطع نقش لوبولای شي...

https://p.dw.com/p/HS4B
اوباما د ترکيې پارلمان ته د وينا پر مهال
اوباما د ترکيې پارلمان ته د وينا پر مهالانځور: AP

ځکه ترکیه يواځني هغه ډیموکرات اسلامی هیواد دي چی هلته ددین او دولت چاري ددغه هيواد داساسي قانون په بنسټ سره جلا دي .

همدا دليل و چي د امریکاد متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما اوروپا ته دخپل سر په پاي کي ترکيې ته تللی او نوموړې په انقره کي ددغه هيواد دملي جرګې په وړاندي په يوه وینا کي داخبره جوته کړې چي ترکيه د لويديځو هیوادونو دیوه ملګري هیواد په توګه دنړيوالو پرابلمونود حل په لاره کي څومره مهم او قاطع نقش لوبولای شي او دجيو ستراتیږي پلوه دغه هیواد په نړۍ کي د سولي او ثبات په ژغورنه کي ځومره مهم نقش لوبوي.

د اوباما دغه خبرې دکوربه هیواد له پاره هم ځکه د باور وړ بريښي چي د ترکيې څخه يې ددي غوښتنه هم کړې چي دغه هیواد بايد خپل د تاریخ تيارو ته هم يو نظر واچوي او په ستانبول کي د یوناني آرتو دوکسو کليساو سمینار بايد بيرته پرانستل شي او ترکيه د ارمنيانو د مسالي د حل په لاره کي بهتره ګامونه واخلي. خو دترکيې دملي جرګې په وړاندي اوباما په ترکیه کي د لومړۍ نړیوالي جګړې په بهيرکي په پرګنه يي توګه د ارمنیانو د ولس وژني او يا له تر کيې څخه ددوی د شړلو دپېغورونوڅخه چي ترکان يې په شدت سره ردوی یادونه نه ده کړې . اوباما په دې اړوند همدومره ويلي دي چي د امریکا متحده ایالات د هغو هڅو څخه پوره ملاتړ کوي چي د انقرې او ايروان حکومتونه غواړي ددوی په اړیکو کي تودوالی راشي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د ترکيې جمهوررييس عبدالله ګل په انقره کي د يوې مطبوعاتي غونډي پر مهال
د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د ترکيې جمهوررييس عبدالله ګل په انقره کي د يوې مطبوعاتي غونډي پر مهالانځور: AP

داچي اوباما د اتلانتيک دې غاړي ته دخپل سفر په لړکي دا پریکړه کړې چي ترکيې ته هم سفر وکړي، دا يوازي يوسمبوليک سفر ندی، بلکي غواړي ترکانو ته داخبره په ډاګه کړي چي ترکانو د مصطفي کمال اتاتورک په مشرۍ د يوه ډیموکراټ داسی جمهوریت په جوړولو سره چي په هغه کي ددين او دولت چار سره بيل وي ، په حقیقت کي ترکانو دلويځي نړۍ په لور ډير اوچت ګام اخيستی او دا چي ويل کیږي ترکيه د اسلامي او لويديځي نړۍ تر منځ يو پل جوړوي، يوازي داخبره به په دې مانا نه وي چي دباسفورس په سر دوه پلونه داوروپا په لور غزول شوی دي.

اوباما وايي چي د اوروپا وچه د بيلا بيلو کلتورونو او نژادونو زانګو ده او دلته بايد ديوه«ځواک دچیني » په توګه دې ته هم پاملرنه وشي او دا ومنل شي چي د نړۍ په سیاسي ډګر کي د اسلام د اهميت زياتيدل هم له دغه مثال سره تړلې. بيا اوباما وايي چي د امریکا متحده ایالات هيځکله داخيال نلري چي د اسلام سره جګړه وکړي بلکي موږ غواړو چي دمسلمانانو سره د متقابل درنښت پر بنسټ ګډ کار او ګډ ژوند وکړو. او بيا اوباما دترکيې پر ګاونډي هیواد ايران باندي داږغ کوي چي ايرنیان ښايي ددو لارو ترمنځ يوه لاره وټاکي. ياداچي دايران دولس له پاره سوله او سوکالي غواړي او يا سلاوي.

Güngör / ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل