1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: د اروپا بحران پر نړیوال اقتصاد هم منفي اغیز لرلای شي

۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبه
https://p.dw.com/p/15BEu

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پر اروپایي مشرانو غږ کړی دئ چې په اروپا کې د اقتصادي بحران مخنیوی وکړي. اوباما په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل چې په اروپا کې ځینې سختې پریکړې اړیني دي. اوباما د یورو د زون څخه د یونان د ایستلو په هکله هم خبرداری ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې هسپانیه د خپل خرابیدونکي بانکي سیستم له امله د پورونو غوښتولو ته چمتووالی نیسي. اوباما د یورو د زون څخه د یونان د ایستلو خبرداری په داسې وخت کې ورکوي چې په دغه هیواد کې نهه ورځې وروسته ټاکنې تر سره کیږي.