1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما خپلي وعدې نه سي پوره کولای

۱۳۸۸ آذر ۲۶, پنجشنبه

د امريکا د جمهوررييس بارک اوباما د هغه شعار عملي کيدل چي تغير او تحول به راولي ، ډير ليري ښکاري...

https://p.dw.com/p/L62h
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په بهرني سياست کي يو څه لاسته راوړني لري خو په کورني کي ډير پاته راغلی
بارک اوباما په خارجي سياست کي يو څه لاسته راوړني لري خو په داخلي کي ډير لږانځور: AP

د 2009 عيسوي کال د جنورۍ پر 9مه د ټولي نړۍ سترګي واشنګټن ته وې . بارک اوباما چه پلار يې کينيايي او مور يې د امريکا دکېسيس ده ، او په هاوايي کښي زيږيدلی دی ، د امريکا دمتحده ايالاتو د 44 جمهورييس په حيث يې لوړه وکړل .

نوي جمهورييس د جمهوري رياست د اشغاليدو پر وخت وويل چه ،

« موږ بايد راپورته سو ، د کالو څخه دوړي ټک وهو، او امريکا يووار بيا نوې کشف کو . نن موږ په هغه شروع کوو . »

او ده د نوي عصر او زمان د شروع کيدو په باب جدي ويل : ده غوښتل چه بې طرفانه او بيله حزبي ارتباط څخه حکومت وکي . امريکايانو کار او صحي بيمې درلودلې وای ، کوچنيانو ښه روزنه او او ښوونه پلاس راوړې وای او امريکا ته په جهان کښي ډير احترام سوی وای .

ده د خپل کار د شروع کيدو په دوهمه ورځ وويل چه غواړي د بنديانو د ساتلو کمپ - ګوانتانامو وتړي .

ليکن ددغه خبر تر اعلانيدو وروسته اول بايد د بنديانو نامعلومي او مبهمي دوسيې کتل سوي وای ، او ددې حقيقت راښکاره کيدل چه د هغو پروسه به تر هغه ډيره دوام وکي ،کومه چه پلان سوې ده . ځکه چه د امريکا په خاوره کښي بنديان هيڅ چا د ډير وخت دپاره نه غوښتل ، او په خارج کښي فقط څو دولتو تياری وښووی،چه د ګوانتانامو يو څه بنديان به اخلي .

د Brooking د انستيتوت څخه سټيفين هېس چه دآيزن هآور څخه يې تر کارتر پوري د امريکا 4 جمهورييسانو ته مشورې ورکړي دي ، پدې نظر دی چه ګوانتانامو د ډيرو پرابلمو يو ښه مثال دی ، چه جمهورييس اوباما يې په زړورتيا سره د حلولو کوښښ کوي . دی وايی ،

«دا خبره بيرته دا ښکاره کوي چه يو شی کيدلای سي دداخل څخه کاملأ بل ډول معلوم سي ، نسبت ددباندي څخه . »

دا خبره ددواړو نورو جنګونو دپاره هم صدق کوي چه جمهورييس اوباما د خپل پخواني جمهورييس بوش څخه په ميراث وړي دي .

د هري خوا د عراق څخه د امريکايي ځواکونو د راوتلو هرکلی وسو ، خو بيا د افغانستان د شرايطو سره دسمي ستراتيژۍ پيداکول يو ډير مشکل کار دی .

ددغه کال د ډسامبر پر اوله جمهورييس اوباما د امريکاد West Piont په نظامي اکاډمۍ کښي اعلان وکي .

«د اردو د سر اعلی قوماندان په حيث ما تصميم ونيوی ، او دا زموږ د ملت د مهمو علاقه منديوڅخه ده ، چه نور 30000 عسکر افغانستان ته وليږل سي . تر 18 مياشتو وروسته به زموږ عسکر بيرته په راوتو شروع وکي . »

د عسکري قواوو دډيري تقويې او په عين حال کښي د راوتو د نيټې د تعينولو د لاري بايد په افغانستان کښي ثبات رامنځته ، او افغانان وکولای سي د خپل امنيت غم پخپله وخوري . خو دغه ستراتيژي د شک او ترديد سره مخامخ سول ، او حکومت اوس بل ډول خبري کوي .

عسکر بايد ددوبي په آخره او يا مني کښي په افغانستان کښي ځای پر ځای سي ، او نه لکه د اوبامالخوا چه پلان سوې وه ، د 2010 کال په جولای کښي . او د عسکرو د بيرته راوتو نيټه هم اوس نبايد د پخوا په ډول دقيقه په نظر کښي ونيول سي . هغه هم اوس د افغانستان په اوضاع او احوال پوري مربوطه سول .

خو يو شی معلوم دی ، چه د افغانستان جنګ اوس د اوباما جنګ دی ،او دی د جنګ جمهورييس ، هغه څوک چه د West Piont تر بيانيې وروسته يې د سولي د نوبل جايزه واخيستل .

اوباما ته دغه تضاد معلوم ؤ ، خو سربيره پر هغه ده د جايزې د اخيستلو پر وخت په خپلو خبرو کښي د جنګ کلمه په تعجب آوره ډول سره څو پلا استعمال کړل . جمهورييس په افغانستان کښي د يوه عادلانه جنګ څخه خبري وکړې ، اوويې ويل ،

«د امريکا متحده ايالاتو ددې سره کومک وکۍ ، چه په ټوله جهان کښي تر 6 لسيزو اضافه د امنيت غم وخوري ، او هغه هم د خپلو خلګو په وينو او زموږ په قوي وسلو سره . »

د مونتانا سټېت د پوهنتون څخه تاريخ پوه جان هوف وايي چه اوباما بيرته هغه لار تعقيبوي ، لکه دده دمخه دجمهورييس بوش لار .

دی وايي ،

« بارک اوباما بيرته هغه پخوانی دريز اختيار کی، چه امريکا بې مثاله ده ، زموږ کارونه او نظريات هميشه ښه دي ، او موږ هميشه پر سمه لار روان يو »

خو هوف وايي چه اوباما د خارجي سياست په برخه کښي ډيري لاسته راوړني هم لري .

Bergmann, Christina/محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل