1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما ته ولي د نوبل د سولي جايزه ورکوله کيږي؟

۱۳۸۸ آذر ۱۹, پنجشنبه

جايزي اوباما د نوبل د سولی د جایزی د ګټولو په مناسبت ي وينا کوی

https://p.dw.com/p/Kymt
د سولي د جايزي نوي ګټونکي جمهور رييس اوباما
د سولي د جايزي نوي ګټونکي جمهور رييس اوباماانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما نن سهار وختي د ناروي پلازميني اوسلو ته ورسيد، چيرته چي هغه د 2009 کال د نوبل د سولي جايزه ورکوله کيږي. له اوباما سره د هغي ميرمن ميشل هم ملګري ده. هغه به د دغي جايزي د ګتلو په مناسبت يو هر اړ خيره وينا وکړي. په دغي وينا کي به اوباما همدا راز په دي هکله رڼا واچوي چي ولي افغانستان ته يي له د يرش زرو عسکرو له استولو سره موافقه وکړه. له تيودور روزولت او ودرو ويلسن څخه وروسته اوباما د امريکا دريم جمهور رييس دي چي د خپل رياست په دوره کي يي د نړي دغه ستره جايزه تر لاسه کوي.

دامريکي دمتحده ايالتوجمهور ريس وايي چي دي غواړي دنړۍ داقليمي وضع دلاخرابيدلو دمخنوي دپاره ددغه هيواد له کانګرس سره نژدي ګډ کار وکړي . دامريکي دمتحده ايالتونو کانګرس هم غواړي چي دمضره ګازونو دتوليد دکمولو دپاره يو قانون ومني خو خبره ددغه مضره ګازونو دکمولو په اندازي باندي ده . که څه هم چي داوباما ديموکراتګوند ددغه هيواد دنمايندګانو په جرګه کي قاطع اکثريت لري ، خو بياهم دوي دچاپيريال ساتني او دنړۍ داقليمي وضع دلا خرابيدلو دمخنوي دپاره دهغه تدابيرو پوره ملاتړ نه کوي چي داوباما حکومت يي غواړي .

اوباما ته ولي د نوبل د سولي جايزه ورکوله کيږي؟

دلته سړي ويني چي دصنعتي کارخانو نفوذ دامريکي دمتحده ايالتونو په دواړو خوانو او په دواړو ګوندونو کي ډير زيات دي او اوباما ددوي په مقابل کي ډير څه نشي کولاي . دامريکي په متحده ايالتونو کي وګړي دنړي داقليمي وضع دورځ په ورځ خرابيدلو له امله دومره انديښمن ندي لکه داوروپايانو په شان

ا