اوباما تر کلنتن نه لا نور مخکی شو
۱۳۸۷ خرداد ۱, چهارشنبهدغه ۶۰ کلنه سناتوره د امريکا د متحده ايالاتو په اطرافي ايالت کښي د خپل حيرانونکي برياليتوب له کبله چه زيادتره سپين پوستو کارګرانو رايی ورکړې ، ډيره خوشاله وه . ددې خبري د په نظر کي نيولو سره چه د جمهوري رياست د کانديدۍ د لمړنۍ غونډي په دغو انتخاباتو کښي دې ۳۵ فيصده مخکيوالی درلودۍ ، کلينتن وويل چه دا تر پخوا ډيره مصصمه ده چه د بارک اوباما په مقابل کښي سيالۍ ته ادامه ورکي :
«زه به تر هغه وخته پوري خپلي مبارزې ته دوام ورکم ، تر څو چي موږ يو کانديد ولرو، او هغه چه هر څوک وي . »
اوبيا دې مخکي له مخکي وويل چه پر دريمه د جون د جمهوري ریاست د کاندیدۍ د لمړنۍ غونډي د انتخاباتو تر ختميدو وروسته به هم نه دا پخپله او نه هم ددې سيال بارک اوباما ، د جمهوري ریاست د کاندیدۍ دپاره د نمايندګانو لازمي تعداد پوره کي . هيلاري کلينتن وويل چه د دموکراټ ګوند دپاره به دا بيا سخته وي ، چه تصميم ونيسي .
په آخره کښي به داپه تقريبآ ۸۰۰ استازو پوري اړه ولري ، چه څوک به د دموکراټانو کانديد سي . دغه استازي کولای سي ،آزادانه تصميم ونيسي ،چه چاته رايي ورکوي . او خصوصآ هيلاري کلينتن هغو ۲۰۰ استازو ته چه تر اوسه پوري يې هم د هيڅ چا په ګټه تصميم ندی نيولی ، پدې پوښتني سره مراجعه وکړه :
« څوک کولای سي ، چه سناتور ميک کېن ته ماته ورکي . »
په پنسلوانيا ، اوهايو ، او اوس په کينټاکي کښي ددې په برياليتوب سره هيلاري کلينتن ځان تر ټولو ښه کانديده بولي . خو دا خبره دغه حقيقت نسي پټولای چه سناتور بارک اوباما تر هيلاري کلينتن تقريبآ ۲۰۰ اضافه استازي لري .
د بارک اوباما طرفدارانو بيا د کينټاکي څخه تقريبآ ۱۰۰۰ کيلومتره ليري نارې وهلې ، چي هو موږ يې ګټو . او نه يوازي د پاسفيک په ايالت اوريګان کښي چه دغه تور سناتور مخکينی انتخابات يووړل ، بلکه د لويديز په مرکزي ايالت آیوا کښي هم . هغه ايالت چه ۴ مياشتي مخکي دده د برياليتوب لړۍ شروع سوه . دلته اوباما د خپلي ماندينې ميشېل او دوو لوڼو سره يو ځای هغه برياليتوب ولمانځه ، چه په پرون ماښام يې د جمهوري ریاست د کاندیدۍ د لمړنۍ غونډي دانتخاباتو دپاره يو بل قدم پورته کۍ ، يعني داچه د استازو مطلق اکثريت يې پلاس راوړۍ . ده وويل :
« تاسو زه د دموکراټانو د جمهوري ریاست د کاندیدۍ دپاره ورنژدې کړم .»
د بارک اوباما اوس هم ۵۰ رايي کمي دي ، تر څو د استازو لازمی تعداد پوره کي . خو بارک اوباما د انتخاب سوو استازو د مطلق اکثريت په درلودلو سره اوس اميد لري ، چه پر دريمه د جون به نور نمايندګان او استازي هم ده ته رايي ورکي . اوباما، هيلاري کلينتن ته د سه شنبه د کينټاکي د کاميابۍ تبريکي په خاص ډول وويل . که څه هم دی د انتخاباتي مبارزې په جريان کښي ددې سره څو واره ولويدۍ ،خو بيا هم بارک اوباما ددې نه ستړي کيدونکي فعاليت وستايه .